ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ولسمشر په ګډون هېڅ دولتي چارواکي ته په ټاکنو کې د مداخلې اجازه نشته”

“د ولسمشر په ګډون هېڅ دولتي چارواکي ته په ټاکنو کې د مداخلې اجازه نشته”

author avatar
16 Mar 2014 - 17:10
“د ولسمشر په ګډون هېڅ دولتي چارواکي ته په ټاکنو کې د مداخلې اجازه نشته”
author avatar
16 Mar 2014 - 17:10

کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون وايي، چې که  د کمېسيون بې پلوۍ او خپلواکۍ ته زيان واوړي ، نو د ټاکنو سياسي مشروعيت به تر پوښتنې لاندې راشي او پايلې به يې د منلو وړ نه وي.

د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالستار سعادت وويل، چې د شکايتونو کمېسيون ماموريت ټولو شکايتونو او اعتراضونو ته لاسرسى دى، چې له ټاکنو پيلېږي او کمېسيون به له دې لارې د پروسې له نقض څخه مخنيوى وکړي، تر څو خلک خپل حقونه ترلاسه کړي.

نوموړي، چې نن ” د ټاکنيزو شکايتونو د لاسرسي له لړۍ څخه د معلومات ورکونې” په ناسته کې په کابل کې خبرې کولې، زياته کړه، چې که د شکايتونو کمېسيون په خپل دغه کار کې بريالى شو، نو د ټاکنو مشروعيت ټينګولى شي.

خو هغه وويل، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون خپلواکي او بې پلوي دومره مهمه ده، چې که ورته زيان واوړي، نو د ټاکنو سياسي مشروعيت به تر پوښتنې لاندې راشي او د ټولو پاتې شويو کانديدانو لپاره به يې پايلې د منلو وړ نه وي.

سعادت د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو کانديدانو قيوم کرزي او زلمي رسول تر منځ د اېتلاف لپاره د رابلل شوې جرګې په اړه وشوه وويل، داسې شکايتونه موجود وو، چې د يادې جرګې غړو له ولسمشر څخه غوښتي وو چې له خپل ورور قيوم کرزي څخه ملاتړ وکړي او د دې جرګې لګښتونه هم د يوه دولتي بنسټ له لوري ورکول کېږي.

خو د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر زياته کړه، کومو کسانو چې په دې اړه شکايت کړى و، دغه کمېسيون ته کوم ثبوت وړاندې نه کړ او داسې کوم سند هم شتون نه لري، چې ولسمشر دې له دوى څخه ملاتړ کړى وي او په يو نه يو ډول يې په ټاکنو کې لاسوهنه کړې وي.

هغه د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ، چې د قانون پر وړاندې هېڅوک هم استثنا نه دي، ګواښ وکړ: “موږ د ولسمشر په ګډون هېڅ دولتي چارواکي ته اجازه نه ورکوو، چې د ټاکنو د پروسې په چارو کې لاسوهنه وکړي.”

نوموړي زياته کړه، که چېرې ولسمشر پر خپل ورور فشار هم راوړى وي، چې له خپلې نوماندۍ تېر شي نو دا په خپله د قانون خلاف عمل دى او ولسمشر دا حق او واک نه لري، خو په دې اړه خپل ورور ته مشوره ورکولى شي، په دې شرط چې د کوم کانديد پر زيان او ګټه نه وي.

سعادت، په ټاکنيزو کمپاينونو کې د دولتي چارواکو د شتون په اړه وويل: “په قانون کې دوه مسئلې لرو، يوه يې له دولتي امکاناتو ګټه پورته کول او بل يې رسمي ځانګړې موده ده، چې بايد له دواړو مواردو ګټه پورته نه شي او که چېرې يو دولتي چارواکى په خپل غير رسمي موده کې، له دولتي امکاناتو له ګټې اخيستو پرته د يوه شخص په توګه کوم کانديد ته تمايل ښيي او په کمپاينونو کې يې ګډون کوي، قانوني ستونزه نه لري.”

خو هغه وويل: ((که چېرې دولتي چارواکي له دولتي امکاناتو کار اخلي او په رسمي وخت کې د يوه کانديد په ګټه کمپاين کوي، موږ جدي اقدام کوو او په دې برخه کې له ولسمشر سره هم خبرې شوې او که چېرې ولسمشر هم دغه مسئله رعايت نه کړي، نو موږ به خپل غږ اوچت کړو.))

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون دغه مقام په ټاکنيزو کمپاينونو کې د ولسمشر او د سولې عالي شورا د يو شمېر غړو په اړه وويل، چې د سولې عالي شورا د دولت په تشکيلاتو کې شامل ارګان نه، بلکې يو مدني بنسټ دى، چې مشخص رسميت نه لري.

سعادت ټينګار وکړ، چې تر اوسه د شکايتونو کمېسيون ته رسېدلي اسناد په علني غونډه کې د رسنيو پر وړاندې پلټل شوي،  فيصله شوي او کمېسيون په دې برخه کې هېڅ محافظه کاري نه ده کړې.

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون وايي، چې د نهايي لېست له اعلان څخه وروسته په ټوله کې په کمېسيون کې ٣٠٠٤ شکايتونه درج شوي، چې ټول يې څېړل شوي او له دې ډلې يې ٢٧٠٠ شکايتونه د اورېدو وړ نه و او په اړه يې هېڅ ډول اسناد او شواهد نه وو.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون وياند او منشي نادر محسني همدارنګه وويل، چې تر اوسه د شواهدو او اسنادو پر بنسټ د ولايتي شوراګانو د نوماندانو له لېست څخه ١٢٨ کسه حذف شوي او امکان لري، چې که ناسوب کانديدان د نن ورځې تر پايه خپل اسناد وړاندې کړي، نو دا شمېره بدلون وکړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.