ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړيوال جام نن د افغانستان او بنګله دېش لوبې سره پيلېږي

د کرکټ نړيوال جام نن د افغانستان او بنګله دېش لوبې سره پيلېږي

author avatar
16 Mar 2014 - 08:46
د کرکټ نړيوال جام نن د افغانستان او بنګله دېش لوبې سره پيلېږي
author avatar
16 Mar 2014 - 08:46

کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٢): د کرکټ شل اووريز نړيوال جام نن د افغانستان او کوربه هېواد بنګله دېش لوبې سره پيلېږي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دغه لوبه نن (د کب ٢٥مه) د افغانستان پر وخت تر غرمې وروسته په دوه بجو پيلېـږي.

د دې لوبې لپاره دواړو لوبډلو بشپړ تيارى نيولى او له تېرو درېيو ورځو راهيسې په تمريناتو بوخت دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شل اووريز نړيوال جام لپاره افغانستان يوه ښه متوازنه لوبـډله ټاکلې ده او هيله يې څرګنده کړه، چې له ځانه  به وړتيا وښيي.

هغه زياته کړه، چې په لوبډله کې ځوانو او پياوړو لوبغاړو ته ځاى ورکړل شوى، چې کولى شي په شل اووريزو سياليو کې ښه وځلېږي.

د بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان مشفق الرحيم لا مخکې ويلي دي ، چې دوى به له افغانستان څخه د خپلې ماتې غچ  اخلي.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د اسيايي جام سياليو په لړ کې افغانستان کوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمدنبي عيسى خېل وايي، چې دوى يو ځل بيا بنګله دېش ته په ماتې ورکولو غواړي خپله وړتيا ثابته کړي.

د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکى کبيرخان وايي، چې که  افغان لوبغاړي نن سمه لوبه وکړي او تېروتنې تکرار نه کړي، نو بنګله دېش ته په اسانۍ سره ماتې ورکولى شي.

هغه زياته کړې، چې بنګله دېش ته په اسيايي جام کې په ماتې ورکولو سره د لوبغاړو مورال لوړ شوى او هيله يې څرګنده کړه، چې په نننۍ لوبه کې به يو ځل بيا ښه لوبه وکړي.

د بنګله دېش د کپتان له خوا د غچ اخيستو په اړه کبير خان وايي: ((بنګله دېش د کرکټ د لومړۍ درجې ټسټ هېواد دى، هغوى به خامخا غوسه وي او د غچ اخيستو هڅه به کوي، خو له هغوى به تېروتنې کېږي او د هغوى د غوسې ګټه به افغانانو ته رسېږي.))

افغانستان به خپله دويمه لوبه د سې شنبې په ورځ له هانګ کانګ او د پنجشنبې په ورځ له نيپال سره ترسره کړي.

افغانستان تر دې مخکې هم دوه ځلې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام ته لاره موندلې وه، خو تر اوسه يې کومه لوبه نه ده ګټلې.

په بنګله دېش کې ترسره کېدونکى نړيوال جام په دوو برخو وېشل شوى ، په لومړۍ مرحله کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، هانګ کانګ او نيپال دي او په ب ګروپ کې زمبابوى، متحده عربي امارات، ايرلينډ او د هالنډ لوبډې شاملې دي.

له دواړو ګروپونو به يوه يوه لوبډله دويمې مرحلې ته لاره پيدا کوي، چېرته چې به د نړۍ له اتو پياوړو لوبډلو سره دويمه مرحله کې لوبې کوي.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.