ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الکوزى: د پاکستان له لارې مو شل سلنه سوداګري کمه کړې

author avatar
17 Mar 2014 - 18:41
author avatar
17 Mar 2014 - 18:41

جلال اباد (پژواک ٢٦ کب ٩٢): افغان سوداګر وايي، چې په پاکستان کې د ورپېښو ستونزو له امله يې د دغه هېواد له لارې شل سلنه سوداګري کمه کړې ده، خو پاکستاني سوداګر بيا وايي، چې پاکستاني سوداګر هم په افغانستان کې له ورته ستونزو سره مخ دي.

نن د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د افغانستان د سوداګرو او صنايعو د خونې او د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ خونې د غړو ګډه ناسته جوړه شوه، چې په کې دواړو لورو دوى ته د ورپېښو ستونزو او ورته د حل لارو موندلو په اړه خبرې وکړې.

په غونډه کې د پاکستان قونسل چوهدري، د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين او امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد ګډون درلود.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال خان جان الکوزي وويل، چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو له مالونو پنځه ځايه په بېلابېلو نومونو پيسې اخيستل کېږي.

ده زياته کړه، د کراچۍ له بندر نه تر کابله پورې پر يوه کانټينر شاوخوا پنځه زره ډالره کرايه لګول کېږي؛ په داسې حال کې، چې د ايران له لارې پر يوه کانټينر درې زره او پنځه سوه ډالره لګښت راځي.

د هغه په وينا، همدا لامل دى، چې افغان سوداګرو د پاکستان له لارې خپله سوداګري شل سلنه کمه کړې او خپل پام يې د ايران له لارې د سوداګرۍ پراختيا ته اړولى دى.

الکوزى وويل: ((د پاکستان له لارې مو شل سلنه سوداګري کمه کړې، چې د افغان سوداګرو دې اقدام پاکستان اندېښمن کړى او اوس دغه هېواد هڅه کوي، افغان سوداګر وهڅوي، چې د پاکستان له لارې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.))

په دې ناسته کې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ خونې مشر زاهد خان شينواري وويل، په افغانستان کې پاکستاني سوداګرو ته هم ګڼې ستونزې ورپېښې دي.

هغه زياته کړه، چې پر پاکستاني توليداتو د افغان حکومت له لوري د لوړې ماليې لګول، پاکستاني سوداګرو ته د اوږدې مودې ويزه نه ورکول، د هغوى د ترانسپورټي وسايطو پر وړاندې ستونزې او دغه راز پاکستاني سوداګرو ته د سترو پروژو نه ورکول، هغه ستونزې دي ،چې پاکستاني سوداګر يې هم له افغانستان سره د سوداګرۍ له پراختيا ناهيلي کړي دي.

نوموړي دغه راز پر دواړو حکومتونو نيوکه وکړه، چې سوداګري يې په سياست پورې تړلې ده.

د خيبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ خونې هيله وکړه، چې دواړه حکومتونه به له سوداګرۍ نه سياسي ګټه نه پورته کوي.

هغه دغه راز پر پاکستان نيوکه وکړه، چې د سوداګرۍ خونې مشري يې داسې چاته ورکړې، چې هغه د افغانستان په اړه سم معلومات نه لري.

شينواري وويل: (( که پاکستان د سوداګرۍ په خونه کې د پښتنو ونډه ډېره نه کړي، دوى به د افغانستان د ننګرهار له ولايت سره په خپلواکه توګه د سوداګرۍ اړيکې پيل کړي.))

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى به پاکستاني سوداګرو ته په ننګرهار کې د کار کولو لپاره زمينه برابره کړي او هغوى کولى شي، چې دلته خپلې چارې ترسره کړي.

هغه وويل: ((زه له دې سټېج نه په پاکستاني سوداګرو باندې غږ کوم، چې راشي، په ننګرهار کې خپلې پانګونې وکړي؛ موږ ستاسې په خدمت کې يو او همداراز د ايسا مشرانو نه مې غوښتنه داده، چې په صنعتي پارک کې دوى ته هم ځمکې ورکړي، چې کار وکړي.))

بل خوا د ننګرهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد د دواړو غاړو سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى په امنيت کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.

د افغانستان او پاکستان سوداګر، داسې مهال سره په خپلو کې د ورپېښو ستونزو په هواري او دغه راز د سوداګرۍ پر پراختيا خبرې کوي،چې له افغانستان نه د بهرنيو سرتېرو د وتلو د وېرې له امله بهرني سوداګر تر ډېره په دې هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي او دلته شته پانګه وال هم په دې اړه اندېښمن دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.