ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: له هلال څخه مو مشروط ملاتړ کړى

حزب اسلامي: له هلال څخه مو مشروط ملاتړ کړى

author avatar
17 Mar 2014 - 14:52
حزب اسلامي: له هلال څخه مو مشروط ملاتړ کړى
author avatar
17 Mar 2014 - 14:52

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د حزب اسلامي افغانستان يو لوړ پوړى چارواکى وايي،چې که   قطب الدين هلال د يوه بل کانديد په ملاتړ له ټاکنيزو مبارزو تېر شي، نو د دغه ګوند ملاتړ به له لاسه ورکړي.

هغه زياته کړه، چې دغه حزب په مشروط ډول د هلال له کانديدۍ څخه په راتلونکو ټاکنو کې ملاتړکړى دى.

په فرانسه کې د حزب اسلامي افغانستان د سياسي شورا غړي انجنير محمدامين کريم له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل، ډېرو کانديدانو هڅه وکړه، چې د خبرو اترو له لارې په ټاکنو کې د دغه ګوند ملاتړ ترلاسه کړي، خو د خپلو شرايطو له منلو يې ځان معذور وباله.

له امريکا سره د امنيتي تړون نه لاسليک او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو ژمنه د دغه حزب له عمده شرايطو دي، چې د کريم په وينا، قطب الدين هلال هغه ومنل او ډاډ يې ورکړ، چې لږ تر لږه د ټاکنو په لومړي دور کې د هېڅ کوم يوه کانديد په ګټه نه تېرېږي.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې کانديدان زموږ د شرطونو له منلو معذور وګڼل شول، نو يواځېنى کانديد چې هم يې په جهاد کې روښانه سابقه درلوده، فاضل او په ديني او عصري علومو کې مخکښ و ، په حزب اسلامي افغانستان کې يې هم د يو عمر جهاد مخينه درلوده او دا شرايط يې منل، نو حزب اسلامي افغانستان د همدغو شرطونو له مخې، له انجنير قطب الدين هلال څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.))

دا په داسې حال کې ده، چې قطب الدين هلال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه د لويې جرګې له تصميم وړاندې ويلي وو، چې په ټاکنو کې د بريا په صورت کې د لويې جرګې پرېکړې ته درناوى کوي.

هلال د جرګې تصميم د ملت په خير ګڼلى و او ويلي يې وو: ((٢٥٠٠ کسان د يوه ناسم عمل لپاره نه سره را ټولېږي.)) او د اساسي قانون او اسلامي اصولو په نظر کې نيولو سره بايد د اکثريت تصميم ومنل شي.

وروسته بيا حکومت ته د جرګې د ځينو وړانديزونو په کولو سره د امنيتي تړون د ژر تر ژره لاسليک لپاره رايه ورکړه.

کريم وويل، وړاندې له دې چې حزب اسلامي له قطب الدين هلال څخه ملاتړ وکړي، ځينو کانديدانو لکه اشرف غني احمدزي، ډاکتر عبدالله او زلمي رسول له حزب څخه غوښتنه کړې وه، چې په ټاکنو کې دې له دوى ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د حزب غوښتنه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو ايستل او له امريکا سره د امنيتي تړون نه لاسليکول و، چې د دغو کانديدانو له خوا په يوه ډول رد شول.

هغه ټينګار وکړ، چې حزب اسلامي په خپلمنځي خبرو کې چې نږدې يو نيم کال وغځېدې، پرېکړه کړې وه، چې خپلواک کانديد به ونه لري او له يوه مناسب کانديد څخه به ملاتړ کوي.

د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي څه موده وړاندې له خپلو پلويانو څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، څو د دوى په باور، په ټاکنو کې د امريکا د مطلوب کس قدرت ته د رسېدو مخنيوى وشي.

تر دې وړاندې حزب اسلامي ټينګار درلود، چې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې په هېواد کې د عادلانه او رڼو ټاکنو ترسره کېدل امکان نه لري او له همدې امله يې تېرې ټاکنې “نمايشي” بللې.

په فرانسه کې د حزب اسلامي افغانستان سياسي شورا غړى محمدامين کريم، په دې وروستيو کې د دې شورا د ځينو غړو په ملتيا له قطب الدين هلال سره د ټاکنيزو خبرو د مخته وړلو لپاره کابل ته راغلى دى.

نوموړي زياته کړه: ((هيله ده چې تر ټاکنو پورې په پاتې ورځو کې په ممکن حد کې د انجنير قطب الدين هلال صاحب له نوماندۍ څخه خپل موفق او د پرېکنده ملاتړ څرنګوالى د خپلو ګرانو هېوادوالو تر غوږونو ورسوو.))

حزب اسلامي افغانستان له طالبانو وروسته د دولت تر ټولو ستره مخالفه ډله ګڼل کېږي، چې افغانستان د “اشغال” په حال کې بولي او له بهرنيو ځواکونو سره په وسله واله مبارزه بوخته ده.

دا چې دغه ګوند د وسله والې مبارزې تر څنګ څه تصميم ونيوه چې په سياسي پروسه کې داخل او په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي؟ کريم وويل، چې دغه حزب د هرې ممکنې وسيلې له لارې، چې په افغانستان کې د “اشغال” د پاى سبب شي، کار اخلي، هغه که پوځي وي او يا سياسي.

هغه زياته کړه: ((د اوس پروسه داسې ده، چې د پوځي مبارزو پر موازاتو، چې لږ تر لږه به پر ځاى ولاړه وي، پر دښمن به سياسي عرصه هم تنګه کړو، او نه به پرېږدو هغې موخې، چې له پوځي لارې يې ترلاسه نه کړې، له سياسي لارې هغه ته ورسېږي.))

د حزب اسلامي دغه غړي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون کمښت د افغانستان د ملي حاکميت پر لور يو ګام وباله او ويې ويل: ((په پوځي اړخ کې اشغال له ماتې سره مخ شوى او کېږي د پوځي حضور له اړخه مخې ته ځي.))

د حزب اسلامي د شورا غړي زياته کړه، چې دغه حالت د “اشغال” د بشپړ ختم معنا نه لري او له همدې امله حزب اسلامي د بشپړ “اشغال” تر ختم پورې خپله پوځي مبازره جاري ساتي.

کريم د خپلو خبرو په دوام وويل، چې په ټاکنو کې د قطب الدين هلال له بريالي کېدو سره حزب اسلامي کولى شي، چې له سياسي لارې خپله موخه، چې د بهرنيو ځواکونو ايستل دي، ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: ((د پوځي فشار تر څنګ په ټاکنو ګډون يو له هغو لارو څخه ده، چې کولى شي پر دښمن زيات فشار راوړي او لږ تر لږه د امريکا لپاره له سر تېرو کانديدانو د کاميابۍ مخه ونيسي.))

کريم وويل، چې حزب اسلامي په ټاکنو کې ګډون نه، بلکې”مداخله” لري؛ ځکه چې په دې پروسه کې د ټاکنو له ترسره کوونکو او نورو ښکېلو بنسټونو سره ونډه نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې حزب اسلامي له دې لارې (لاسوهنه) غواړي، چې د سياسي جرياناتو او تعاملاتو او همدارنګه په دې پروسه کې د امريکا له لاسوهنې څخه باخبره وي.

دى باور لري، چې که  د ټاکنو عادلانه والى، سراسري والى او روڼتيا مرعات شي، نو” له شک پرته چې هلال به يواځېنى کانديد وي، چې د افغانستان د خلکو اکثريت رايې ترلاسه کړي.”

خو کريم زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو په حضور په ځانګړي ډول امريکا په شتون کې امکان نه لري، چې بې لاسوهنې ټاکنې دې ترسره شي او د حزب اسلامي يوه لاسته راوړنه به دا وي، چې په ټاکنو کې د ښکېلتيا له لارې وکولى شي، چې دا لاسوهنې خلکو ته ښکاره کړي.

ولسمشرکرزي هم تېره ورځ د ملي شورا د څلورم کال د پرانيستې پر مهال بهرنيو هېوادونو ته ګواښ وکړ، چې د افغانستان په ټاکنو کې دې لاسوهنه نه کوي.

کرزي همدرانګه له دولتي چارواکو وغوښتل، څو خپل شته امکانات د کوم کانديد په ګټه او تاوان ونه کاروي.

کريم د دې پوښتنې په ځواب کې چې که قطب الدين هلال د يوه بل کانديد په ګټه له خپلو ټاکنيز مبارزو تېر شي، نو بيا به هم د حزب اسلامي ملاتړ ورسره وي که نه ؟ وويل: ((لومړى خو دا چې ښاغلى قطب الدين هلال به لږ تر لږه په لومړي دور کې د چا په ګټه تېر نه شي، دا هغه ډاډ دى چې د ده له خوا موږ ته راکړل شوى او موږ د همدې ډاډ په شرط له هغه څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى. فرضاً که چېرې دى همداسې يو کار وکړي، چې نه يې کوي، نو حزب اسلامي افغانستان ترې خپل ملاتړ بېرته اخلي.))

محمدکريم امين د حزب اسلامي د وېش او هغو ډلو په اړه چې د دغه حزب تر نامه لاندې يې د ولسمشرۍ له ځينو کانديدانو سره تړون کړى وويل، چې حزب يو حزب دى، چې د انجنير ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې فعاليت لري.

نوموړي زياته کړه: ((هر څوک چې حزبي وي نو ادعا نه شي کولى چې زه حزب يم، خو چې حزبى دى، بايد د حزب له موخو پيروي وکړي، چې د حزب اسلامي اساس پاڼه او مرام پاڼه ده … د افغانستان په تاريخ کې له ٤٥ کلونو راهيسې يواځې او يواځې حزب اسلامي شتون درلود، موږ بل څوک په دې نوم او نښان نه پېژنو.))

هغه زياته کړه، هغه کسان چې په لوړو دولتي موقفونو کې دي، يواځې کولى شي چې په دغه حزب پورې اړوند وي، نه دا چې د حزب مشري وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.