ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادام باغ له زندانه ٢٦ ښځې خوشې شوې

د بادام باغ له زندانه ٢٦ ښځې خوشې شوې

author avatar
17 Mar 2014 - 17:00
د بادام باغ له زندانه ٢٦ ښځې خوشې شوې
author avatar
17 Mar 2014 - 17:00

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د کابل ښار د بادام باغ له زندان څخه ٢٦ ښځې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت خوشې شوې، بلخوا د اصلاح او روزنې په مرکز کې د څو ماشومانو په ګډون د ځينو بندي ښځو د بند موده هم کمه شوه.

د لويې څارنوالۍ استازي څارنپال عزيز احمد سرباز په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه شمېر بنديانې د ولسمشرۍ رياست مقام د ١٤٥ ګڼې فرمان له مخې خوشې شوې او يا يې د محکوميت په موده کې کمښت راغلى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغه فرمان له مخې، ٢٦ ښځې له زندان څخه خوشې شوې او ١٠٢ نورې د مجازاتو د  تخفيف په حکم کې شاملې شوې، چې له دريو مياشتو تر يوه کال پورې کېږي.

سرچينې زياته کړه، چې د دغه فرمان له مخې د اصلاح په مرکز کې د څلورو ماشومانو د محکوميت په موده کې هم تخفيف راغلى دى.

د لويې څارنوالۍ ددې چارواکي پر وينا، اوسمهال نږدې ٩٠٠ ښځې  د خپل محکوميت دوره د کابل او ولايتونو په زندانونو کې تېروي او ټاکل شوې، چې د ولسمشر د بېلابېلو فرمانونو  له مخې ددې بندې ښځو شمېره تر ٤٠٠ تنو پورې را ښکته شي.

د سرباز د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې د ښځينه زندانيانو شمېره د سيمې او حتى له سيمې لرې هېوادونو په کچه کمه ده.

د لويې څارنوالۍ دغه چارواکي له ښځو وغوښتل، چې  خپل عملونه د اسلام مبارک دين له احکامو سره سم   او د جرم له ارتکاب څخه دې ډډه وکړي.

د سترې محکمې د قطعې او نهايي احکامو پر پلي کېدو د څارنې عمومي رييس سيد مراد شريفي هم چې په دغو مراسمو کې حاضر و، وويل، چې دغه فرمان له کومې استثنا پرته د هغو ښځينه زندانيانو په برخه کې  پلى شو، چې دوسيې يې په وروستي پړاو کې وې.

په بادام باغ کې د ښځو د زندان او توقيف ځاى مدير سمونمل زر افشان نايبي وويل، چې اوسمهال په دغه زندان کې ١٩٩ بنديانې ساتل کېږي.

نوموړي د ياد فرمان پر بنسټ له خوشي شوو ښځو څخه وغوښتل، چې د جرايمو له ارتکاب څخه دې په ډډه کولو د خپلو کورنيو د نورو غړو ترڅنګ خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي.

يوې نوې خوشې شوي بندۍ پژواک ته وويل: ((زه د زنا پر جرم په دوه کاله او شپږ مياشتې بند محکومه شوم، د بادام باغ په زندن کې مې ١١ مياشتې تېرې کړې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان له مخې خوشې شوم.))

نوموړې د ولسمشرۍ رياست له دغه فرمان څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل، چې د ښځې د نارينه وو پر پرتله د زندان تېرولو کمه وړتيا لري او حکومت بايد هر  وخت دا په نظر کې ونيسي.

صفيې زياته کړه، چې دوه ماشومان لري، خوښه ده چې له زندان نه خوشي شوې او له خپلو ماشومانو سره به عادي ژوند وکړي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.