ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف: د خلفاى راشدينو په څېر نظام نافذوم

سياف: د خلفاى راشدينو په څېر نظام نافذوم

author avatar
17 Mar 2014 - 16:46
سياف: د خلفاى راشدينو په څېر نظام نافذوم
author avatar
17 Mar 2014 - 16:46

 کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد عبدرب الرسول سياف وايي، چې د برياليتوب پر مهال به په هېواد کې اسلامي نظام نافذ کړي.

نوموړي، په کابل کې په يوه غونډه کې، چې د علماوو او د قرانکريم حافظانو په ګډون پکې زرګونه کسانو شتون درلود وويل، چې دين د ژوند د تنظيم لپاره راغلى او په ورځني ژوند او د هېواد په نظام کې بايد ترې ګټه واخيستل شي.

سياف ژمنه وکړه، چې د برياليتوب پر مهال به خلکو ته د سوکاله ژوند د برابرولو تر څنګ، د اسلام دين ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه اسلام يو ثابت نظام دى.

نوموړي د خلفاى راشدينو د دورې هم يادونه وکړه، چې که په ټاکنو کې بريالى شو، نو د خلفاى راشدينو په څېر نظام به رامنځته کړي.

د ولسمشرۍ ياد کانديد، په ټاکنو کې د خپلې کانديداتورۍ اصلي موخه له هېواد څخه دفاع او په هېواد کې د اسلامي نظام رامنځته  کول په ګوته کړل او ويې ويل: ” ما واک ته د رسېدو لپاره نه، بلکې خلکو ته د خدمت کولو په موخه ځان کانديد کړى.”

نوموړي په خپلو څرګندونو کې له دې وړاندې هم د شريعت او قانون پر پلي کولو ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره يې ډېر پلانونه په پام کې نيولي، چې له ډلې يې د ښځو حقونه، د بيان ازادي، له مخالفينو سره د سولې خبرو پيل، ښه حکومتداري او د فساد پر وړاندې مبارزه به يې په خپلو لومړيتوبونو کې وي.

د کابل د پلخشتي جومات خطيب مولوي عنايت الله بليغ هم چې په دې غونډه کې خبرې کولې، وويل: ” موږ له استاد سياف څخه له دې امله ملاتړ کوو، چې هغه د قران حافظ، د قران استاد او يو ستر عالم دى.”

نوموړي په ټاکنو کې ګډون، د هېوادوالو وجداني او ديني وجيبه وبلله او له خلکو يې وغوښتل، چې د ولسمشرۍ دغه کانديد ته رايه ورکړي.

مولوي بليغ زياته کړه: ” که زموږ خلک خدمتګار او وطندوسته شخص ونه ټاکي، نو په راتلونکي نظام کې به هم فساد، نا امني، ظلم او نور څه رامنځته شي.”

مولوي فضل الرحمن، چې د بغلان ولايت د علماوو په استازيتوب يې خبرې کولې، د نننۍ غونډې موخه د ټاکنو په اړه عامه پوهاوى او د يوه خدمتګار شخص پېژندګلوى وباله او له خلکو يې وغوښتل، چې سياف ته رايه ورکړي او يواځې سياف دى، چې په هېواد کې اسلامي نظامى پلى کولى شي.

 دغه ديني عالم د کوم کانديد نوم ياد نه کړ، خو خلکو ته يې په خطاب کې وويل: ” تاسو کمونيستانو او سيکولرانو ته رايه مه ورکوئ، هغه چاته رايه ورکړئ، چې لياقت او وړتيا يې ولري او وکولى شي، چې هېواد له اوسنيو ستونزو څخه وژغوري.”

 

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.