ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې درې ماين خښوونکي وژل شوي

غزني کې درې ماين خښوونکي وژل شوي

author avatar
17 Mar 2014 - 14:40
غزني کې درې ماين خښوونکي وژل شوي
author avatar
17 Mar 2014 - 14:40

غزني (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د غزني چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې چاودنو درې ماين خښوونکي وژلي او يو ملګي وګړى يې ټپي کړى دى.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د دغه ولايت په مُقر ولسوالۍ کې درې ماين خښوونکي هغه مهال د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول، چې پر لويه لاره يې ماين خښاوه.

سلطاني وايي، دغه ماين د يادې ولسوالۍ د ګداخېلو په لويه لاره کې، چې د امنيتي ځواکونو تګ راتګ پرې ډېر دى، خښېده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي،  خو ادعا يې کړې، چې د غزني ښار اړوند د جباروالو په سيمه کې يې د يوې چاودنې په ترڅ کې درې پوليس وژلي دي.

د غزني ولايتي چارواکو د وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

بلخوا نن (دوشنبې) غرمه مهال د دغه ولايت په مرکز کې د يوې چاودنې له امله يو ملګي وګړى ټپي شو.

د والي وياند شفيق الله ننګ پژواک ته وويل، چې دغه پېښه د ښار په يوه سيمه کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

ننګ وايي، دغه توکي په ښار کې تر يو پولګوټي لاندې ځاى پر ځاى شوي و.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.