هرات ښار (پژواک ٢٦ کب ٩٢ ): ناپېژانده وسله والو په هرات ولايت کې يو قاضي او د پوليسو يو افسر وژلي دي.
د هرات د استيناف محکمې رييس قاضي غلام رسول د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته نيمې بجې د انجيل ولسوالۍ د خشک رود په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژانده وسله والو په ياده سيمه کې د کرخ ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې يو قاضي عبداللطيف صديقي او د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د مديريت يو افسر پر ډزو وژلي دي.
د نوموړ ي په وينا، وژل شوى قاضي يو صادق او پاک شخص و او له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې يې دنده ترسره کوله.
قاضي غلام رسول وايي، چې په دې اړه پلټنې پيل شوې، خو تر اوسه د هغه د وژل کېدو انګېزه نه ده په ډاګه شوې.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د هرات د ملکي روغتون وياند رفيق شېرزي پژواک ته وويل، چې دواړه جسدونه د دوى روغتون ته ور وړل شوي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن