ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې يو قاضي او يو پوليس افسر وژل شوي

author avatar
17 Mar 2014 - 13:26
author avatar
17 Mar 2014 - 13:26

هرات ښار (پژواک ٢٦  کب ٩٢ ): ناپېژانده وسله والو په هرات ولايت کې يو قاضي او د پوليسو يو افسر وژلي دي.

د هرات د استيناف محکمې رييس قاضي غلام رسول د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته نيمې بجې د انجيل ولسوالۍ د خشک رود په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ناپېژانده وسله والو په ياده سيمه کې د کرخ ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې يو قاضي عبداللطيف صديقي او د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د مديريت يو افسر  پر ډزو وژلي دي.

د نوموړ ي په وينا، وژل شوى قاضي يو صادق او پاک شخص و او له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې يې دنده ترسره کوله.

قاضي غلام رسول وايي، چې په دې اړه پلټنې پيل شوې، خو تر اوسه د هغه د وژل کېدو انګېزه نه ده په ډاګه شوې.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د هرات د ملکي روغتون وياند  رفيق شېرزي پژواک ته وويل، چې دواړه جسدونه د دوى روغتون ته ور وړل شوي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.