ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ټاکنو د امنيت لپاره سلګونه پوليس وروزل شول

هلمند کې د ټاکنو د امنيت لپاره سلګونه پوليس وروزل شول

author avatar
17 Mar 2014 - 15:10
هلمند کې د ټاکنو د امنيت لپاره سلګونه پوليس وروزل شول
author avatar
17 Mar 2014 - 15:10

لښکرګاه (پژواک ۲۶ کب ۹۲): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د ټاکنو د امنيت لپاره يې سلګونه پوليسو ته ځانکړې روزنه ورکړې ده.

د دغه ولايت د پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان عبدالمحمد ظفرخېل د کب په ٢٦مه د پنځه سوو په شمېر د دغو پوليسو په فراغت غونډه کې وويل، چې پوليسو ته يې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت ساتلو په برخه کې بشپړه روزنه ورکړې ده.

د ده په خبره، د روزنې په دغه پروګرام کې۲۷۰ ساتنمنان، ۴۹ سيمه ييز او پاتې ملي پوليس  شامل دي، چې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې به پر دندو وګومارل شي.

ظفرخېل وويل، يادو پوليسو ته په دې موده کې د افغان ښوونکو له خوا د جنګي او نورو تاکتيکونو سربېره د ټاکنو بهير د خونديتوب په موخه داسې مهارتونه ورښودل  شوي، چې له مخې به يې له دې  پروسې په ښه توګه ساتنه وکړاى شي.

د ده په خبره، چې دغه پوليس به د دغه ولايت د مرکز په ګډون په ولسواليو او ټولو هغو سيمو کې، چې د رايې اچونې مرکزونه په کې دي، امنيتي مسوليتونه پر غاړه واخلي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت  امر مل پاسوال نصرالله ګرمسيري وويل، چې تېرو کلونو ته په کتو اوس پوليس مسلکي شوي او د بهرنيو ځواکونو په نشتوالي کې هېڅ د ستونزې احساس نه کېږي.

نوموړي وويل، پوليسو په دغه ولايت کې وسله والو ته ماتې ورکړې او  کولاى شي په يواځې ځان عمليات ترسره کړي او د راتلونکو ټاکنو د امنيت  ساتنه وکړي.

له دغه روزنيز مرکز څخه يوه فارغ شوي پوليس، عمرالرحمن خبريالانو ته وويل، په ډېرو برخو کې مسلکي روزنه ورکړل شوې.

هغه وايي: ((خوشاله يم، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د  امنيت ساتنې په برخه کې خپل ولس ته خدمت وکړم.))

په هلمند کې  د رايې اچونې ۲۱۴ مرکزونه شته، چې له دې ډلې ۱۴۲ يې فعال او پاتې نور تر لوړو او ټيټو امنيتي ګواښونو لاندې ښودل شوي دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.