چاريکا-فراه (پژواک ٢٧ کب ٩٢): په پروان کې د جګړې پر مهال يوه ښځه وژل شوي او په فراه کې ناپېژانده وسله والو يو ملکي وګړى پر ډزو وژلى او پوليسو يې په تړاو دوه تنه نيولي دي.
د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شين ګل شرعي وايي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د دې ولسوالۍ د مرکز اړوند په کلاچه سيمه کې د عامه نظيم پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته رامنځته ته شوه.
هغه وويل، چې د دې يو ساعته نښتې په ترڅ کې د طالبانو يو راکټ پر يو کور ولګېد چې له امله يې يوه ښځه ووژل شوه.
د سياه ګرد د مرکز اوسېدونکى محمدمعصوم مجددي هم د يادې ښځې وژل کېدل تاييدوي، خو وايي نه ده معلومه چې دغه ښځه د کوم لوري د راکټ د لګېدو له امله وژل شوې ده.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمدرزاق يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوو وسله والو موټرسايکل سپرو تېره شپه نږدې ٩ بجې د فراه ښار د پنځمې ناحيې په سيمه کې يو پنچرمين پر ډزو وژلى دى.
د ده په وينا، بريدکوونکي د ياد شوي تن تر وژلو وروسته تښتېدلي وو، خو وروسته پوليسو په دې تړاو دوه تنه نيولي او پلټنې ترې روانې دي.
يعقوبي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې ياد کس د شخصي دښمنيو له امله وژل شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن