ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لېږد پروسې له بشپړېدو وروسته د ناامنۍ په اړه اندېښنې بې ځايه دي”

“د لېږد پروسې له بشپړېدو وروسته د ناامنۍ په اړه اندېښنې بې ځايه دي”

author avatar
18 Mar 2014 - 18:01
“د لېږد پروسې له بشپړېدو وروسته د ناامنۍ په اړه اندېښنې بې ځايه دي”
author avatar
18 Mar 2014 - 18:01

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د کورنيو چارو وزير د امن په فضا کې د ټاکنو له تر سره کېدو ډاډ ورکړ او د وسله والو له لوري د جګړې دوام يې پرديو ته خدمت وباله.

محمدعمر داوودزي، نن د ښځې نړيوالې ورځې په نمانځ غونډه کې وويل، چې افغانستان د تاريخ په حساسو شېبو او له دوو لويو ازموينو (د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې او د امنيتي مسووليتونو لېږد) سره مخ دى.

هغه زياته کړه، په دې ورځو کې د لېږد پروسې له بشپړېدو وروسته د هېواد د امنيت او ثبات په اړه ځينې اندېښنې شته، چې خلک يې اندېښمن کړي دي، خو د کورنيو چارو وزارت د ملي ځواکونو پر پياوړتيا او د وسله والو مخالفينو له کمزروتيا پوره معلومات لري او ډاډ ورکوي، چې دا ټولې اندېښنې بې ځايه دي.

د کورنيو چارو وزير ټينګار وکړ، چې افغانستان به هېڅکله هم د ناامنۍ پر لور ولاړ نه شي او ټولې ملي پروسې به له کومې اندېښنې پرته بشپړې شي.

داوودزي وويل: “موږ د تېرو څلوېښتو ورځو امنيتي وضعيت، د ٢٠٠٩ کال د ټاکنو له همدې نېټې سره پرتله کړ او په وياړ سره وايو، چې د دغو ټاکنو امنيت د پخوانيو  ټاکنو په پرتله څو ځله ښه دى.”

نوموړي زياته کړه، ټاکنيز کمپاينونه له امنيتي پلوه تر دې مهاله ښه پر مخ وړل شوي او کومه داسې پېښه په کې نه ده رامنځته شوې، چې د اندېښنې وړ وي. وضعيت لکه څرنګه چې مخ ته تللى، د دې ښکارندويي کوي، چې د ټاکنو د تر سره کېدو تر  پاتې ورځو پورې به هم وضعيت په ښه توګه پر مخ ولاړ شي او ټاکنې به د امن په فضا کې تر سره شي.

د کورنيو چارو وزير، په ټاکنو کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او ويې ويل: “هيله لرو، چې ښځې د رايې ورکونې مرکزونو ته ولاړې شي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.”

داوودزي زياته کړه، چې په ټاکنو کې د ښځو د امنيت ساتلو په موخه سم چمتووالى نيول شوى او کورنيو چارو وزارت د اړوندو ارګانونو په مرسته، په ټاکنو کې د ښځو د تلاشۍ په موخه ١٣زره ښځې استخدام کړې دي.

د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنريار هم د ټاکنو تر سره کېدل مهم وبلل او له ښځو يې وغوښتل، چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او هغه چا ته رايه ورکړي، چې د ښځو لپاره اغېزناک پروګرامونه ولري.

هغې د کورنيو چارو له وزارته وغوښتل، چې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې د پروسې امنيت ټينګ کړي او د ټاکنو په ورځ د رايې ورکونې مرکزونو د امنيت ساتلو ترڅنګ، د رايې ورکوونکو امنيت هم په پام کې ونيسي.

د کورنيو چارو وزير له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي او ويې ويل: “موږ ورته ډاډ ورکوو، چې د جګړې غځول نورو ته د خدمت کولو په معنا دي، افغانستان او د هېواد خلکو ته کومه ګټه نه لري.”

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.