ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نعيمي: امنيتي ادارې دې د خوست د ځنګلونو د وهلو مخنيوى وکړي

نعيمي: امنيتي ادارې دې د خوست د ځنګلونو د وهلو مخنيوى وکړي

author avatar
18 Mar 2014 - 16:17
نعيمي: امنيتي ادارې دې د خوست د ځنګلونو د وهلو مخنيوى وکړي
author avatar
18 Mar 2014 - 16:17

خوست (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د خوست والي د دغه ولايت پر امنيتي ادارو غږ وکړ، چې د خوست د ځنګلونو وهلو مخه دې ونيسي.

نعيمي دغه څرګندونې د کب په ٢٧مه د (رنګين جشن) په نوم د نوو نيالګيو د اېښودو د کمپاين په موخه جوړه شوې غونډې کې وکړې.

نعيمي وويل، سږ کال په دغه ولايت کې په سوونو زره نوي نيالګي کېنول شوي، چې ٦٠ زره يې د دغه ولايت د المپيک ادارې له لوري کېنول کېږي.

والي وايي: ((د ځنګلونو وهل ستر خيانت او د ملي طبيعي شتمنۍ تالان دى، بايد د هغو کسانو مخه ونيول شي، چې په ځينو سيمو کې ځنګلونه وهي او له دې لارې حرامه ګټه ترلاسه کوي.))

د ولايتي شورا رييس سيد کريم خاکسار د رنګين جشن په مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال د نيالګيو کېنولو کمپاين د خوست زرغونتيا او ښايست لپاره خورا مهم وباله، له خلکو يې وغوښتل، چې د نيالګيو په اېښودو سره خپلې سيمې او چاپېريال ته ښکلا ورکړي.

سيد کريم خاکسار وويل: ((ولس هم بايد په چاپېريال ساتنه کې برخه واخلي او هغه نيالګيو ساتنه او پالنه وکړي، چې تر دې پخوا اېښودل شوي او يا اوس کېنول کېږي.))

د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد وويل، نيالګي د چاپېريال د ککړتيا مخه نيسي او بايد په دې اړه پاملرنه زياته شي.

د المپيک امر عزيز ملنګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د خوست ولايت ټول لوبغاړي به په دغه کمپاين کې برخه واخلي او ٦٠زره نيالګي به کېنوي.

د رنګين جشن په وروستيو کې د خوست والي، چې ګڼ شمېر مشرانو او مسوولينو يې ملتيا کوله په اداري کمپليکس کې د نيالګيو اېښودو کمپاين د يوه نيالګي په کېنولو سره پيل کړ.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.