پل علم (پژواک ٢٨ کب ٩٢): په لوګر ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو تر منځ په خپلمنځي نښته کې دوه پوليس وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند دين محمد دروېش د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د کب ٢٨مه) له غرمې وروسته د لوګر په مرکز پل علم کې د سيمه ييزو پوليسو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه او وروسته په وسله واله نښته واوښته.
دروېش وايي، په دې نښته کې يوه سيمه ييز پوليس پر نورو ډزې کړې او خپل دوه ملګري يې وژلي دي.
په ورته مهال د پېښې يوه عيني شاهد، حکمت الله پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې يو ملکي وګړى هم ټپي شوى دى.
ولايتي چارواکو تر اوسه د دې نښتې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ويلي.
خو د والي د وياند په وينا، چې بريد کوونکى سيمه ييز پوليس نيول شوى او د څېړنو لپاره امنيې قوماندانۍ ته بيول شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن