دويم تعقيب-غزني (پژواک ٢٨ کب ٩٢): چارواکي وايي، چې د غزني په چاودنه کې د اندړو ولسوالۍ جنايي مدير او يو بل تن وژل شوي او اوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د کب ٢٨مه) شاوخوا کابو ١٢ بجې په غزني ښار کې د امنيې قوماندانۍ د جنايي مديريت د ودانۍ مخې ته چاودنه وشوه.
ننګ وايي، چې په دې چاودنه کې د اندړو ولسوالۍ د جنايي مدير ظاهر خان په ګډون ٢ تنه وژل شوي او ٧ ملکي وګړي ټپيان دي.
هغه وايي: ((چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوې ده.))
په ورته مهال د غزني د ملکي روغتون رييس بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته ٢ مړي او ٧ ټپيان ور وړل شوي دي.
همت وايي، په ټپيان کې، چې ټول ملکي وګړي دي، د يوه يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن