ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرینا هوټل جګړه د څلورو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیده

د سرینا هوټل جګړه د څلورو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیده

author avatar
20 Mar 2014 - 21:39
د سرینا هوټل جګړه د څلورو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیده
author avatar
20 Mar 2014 - 21:39

کابل ( پژواک، ۲۹ کب ۹۲ ) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل پر سرینا هوټل پیل شوې جګړه تر دوو ساعتونو وروسته د څلورو ځانمرګو بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسیده.

دغه برید نن د کب په ۲۹مه، د ماسخوتن په شاوخوا ۹ بجو او ۱۵ دققو پیل او په څه باندې یوولسو بجو پای ته ورسید.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې څلور برید کوونکي چې یواځې په تمانچو سمبال وو، سرینا هوټل ته په ننوتلو بریالي شوي وو.

هغه زیاته کړه چې د بریدګرو عمرونه له ۱۸ کلونو څخه کم وو او وړې تمانچې یې د پښو په جرابو کې پټ کړي وو.

د نوموړي په وینا، دوی د شپې ډوډۍ خوړلو په بهانه د ماښام په شپږو بجو هوټل ته په ننوتلو بریالي شوي وو او د هوټل دیوه صالون په تشنابونو کې يې ځانونه پټ کړي وو.

صدیقي وایی چې دوی نهه بجې جګړه پیل کړه، خو وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول .

 د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو خپلې ارزونې پیل کړې، چې به دې پيښه کې څومره کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده خو دومره یې وویل چې دوه ټپي ساتونکي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د سرینا هوټل امنیتي ساتونکي پر سهل انګارۍ تورن کړ او ویې ویل چې د هغوی د بې غورۍ له امله دغه کسان هوټل ته ننوتلي وو.

د یادونې وړ ده چې سرینا هوټل ته د ننوتلو لپاره له دوو امنیتي حصارونو څخه  خلک تیریږي ، خو بیا هم برید کوونکي له دې څخه په تیریدو بریالي شوي دي.

د کابل دامنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي پژواک ته د ډزو خبره تایید کړه، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنکړل.

د برید پرمهال په سرینا هوټل کې یو شمیر وکیلان، بهرنی او کورني چارواکي او میلمانه شتون درلود.

د ولسي جرګه یوه وکیل چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل چې برید کوونکي هوټل ته په ننوتلو بریالي شوي وو.

سرچینې زیاته کړه، چې برید کوونکي له  ننوتلو سره سم یې له چمن څخه ډزې پیل کړې .

وسلوالو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی، طالب ویاند ذبیح  الله مجاهد وایي چې یو شمیر ځانمرګي برید کوونکي سرینا هوټل ته ننوتلي او جګړه یې پیل کړې ده.

هغه ادعا کړې چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې، خو کره شمیره یې ونه وښوده.

د یادونې وړ ده چې نن سهار د جلال اباد ښار پر لومړۍ امنیتي حوزې هم ډله ییز برید کړی و، چې له امله یې ۱۰ پولیس او یو محصل ووژل شو.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.