ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

په کندهار کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
22 Mar 2014 - 14:55
په کندهار کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
22 Mar 2014 - 14:55

کندهار، جلال اباد ( پژواک، ٢ورى   ٩٣) : د کندهار ولايت په بېلابېلو پېښو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي ، بلخوا په ننګرهار ولايت کې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولايت مقام له خوا د وري په ٢مه، پژواک  خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې نن سهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ د کارېزک په سيمه کې پر يوه ملکي موټر چاودنه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل  شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي  ، چې نن سهار وخته د ارغنداب  ولسوالۍ د مرچ اغا له باوړۍ سره  يو فيلډر موټر د سرعت له امله له سړک اوښتى او چپه شوى دى.

سرچينه کاږي ، چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې امنيتي ځواکونو پنځو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې او دوه شکمن کسان يې نيولي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيارحضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ګډو افغان ځواکونو د يوې ګډې ګزمې پر مهال يې د وسله والو مخالفينو سره نښته رامنځته شوې، چې له امله يې يو وسله وال وژل شوى او يو سخت ټپي دى.

د سيمې اوسېدونکى ډاکټر امين بيا وايي، چې دنښتې له سيمې يې کلينيک ته دوه جسدونه راوړي وو، چې دواړه په سيمه کې وژل شوي وو.

همداراز د يوه بل خبر له مخې، د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي ، چې د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په پايله کې يې درې وسله وال ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: (( ټپيان ډېر شديد وو، ښايي د ژورو ټپونو له امله يې ساه هم ورکړې وي.))

د مشرقيوال په وينا، چې له وسله والو څخه يې يو عراده موټرسايکل هم د دوى لاس ته ورغلى او په ورته وخت کې يې يوتن چې څه موده وړاندې تښتونکو تښتولى و، له منګولو يې راخلاص کړ.

دى وايي ، چې افغان ځانګړو ځواکونو په بهسودو ولسوالۍ کې دوه شکمن کسان هم نيولي، چې دامهال تر پوښتنو لاندې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.