اسلام اباد (پژواک ٣ ورى ٩٣): پاکستان وايي چې دوى له افغانستان سره د سوله ييزو ټاکنو په ترسره کولو کې مرستو ته چمتو دى.
دغه څرګندونې د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار پرون په اسلام اباد کې د افغانستان له سفير جانان موسى زي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
د پاکستان دولتي راډيو خبر ورکړى، چې په دې ليدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخيزو سياسي، سوداګريزو او فرهنګي اړيکو خبرې وکړې.
د سرچينې په وينا، د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار په ډاګه کړه، چې دوى غواړي په يادو برخو کې اړيکې نورې هم پراخې شي.
نوموړي وويل، پر خپلو پښو ولاړ با ثبات افغانستان د دواړو هېوادونو په ګټه دى او باور يې ورکړ، چې هېواد به يې په افغانستان کې د سوله ييزو ټاکنو په ترسره کولو کې هرې ممکنې مرستې ته چمتو دي.
د افغانستان سفير جانان موسى زي په کابل کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اقتصادي کمېسيون د ګډې غونډې له وروستيو پرېکړو خبر ورکړ او په تفصيل يې پرې بحث وکړ.
نوموړي د افغانستان په بيارغونه کې د پاکستان له مرستې مننه وکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن