ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دايکنډي کې له يوې ښځې پزه پرې شوې

په دايکنډي کې له يوې ښځې پزه پرې شوې

author avatar
23 Mar 2014 - 14:24
په دايکنډي کې له يوې ښځې پزه پرې شوې
author avatar
23 Mar 2014 - 14:24

نيلي (پژواک ٣ ورى ٩٣): د دايکنډي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د ښځو چارو رياست په دغه ولايت کې د يوې ښځې د پزې پرې کېدل په کلکه غندلي او د دې پېښې عامل ته يې د سزا غوښتنه کړې ده.

د دې ٢٥ کلنې مېرمنې پزه د هغې د بنې له خوا د دايکنډي د مرکز نيلي په امد بېک سيمه کې پرې شوې او پوليس وايي، چې دې پېښې عامل يې نيولى دى.

دې مېرمن چې دوه ماشومان او يوه بن هم لري، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((کله يې چې غوښتل په کور کې کالي ټول کړي، ناڅاپه راباندې خپلې بنې بريد وکړ او پزې يې په چاقو راپرې کړه.

هغه زياته کړه، چې بنې يې دغه کار د کورني تاوتريخوالي له امله کړى او له دولته غواړي، چې هغه مجازات کړي.

د يادې مېرمنې پلار هم وويل: ((زه له نورو سره کار نه لرم، بس هغه مېرمن راولئ، چې پزه يې ور پرې کړم، همدا اسلامي او قانوني دستور دى.))

د دايکنډي د ښځو چارو رياست او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دا پېښه د اندېښنې وړ بللې او په سختو ټکو يې غندلې ده.

د کمېسيون رييس محمد جواد دادګر وويل: ((دا قضيه له بشري حقونو سرغړونه ده او موږ له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړو، چې عاملين يې د هېواد له نافذه قوانينو سره سم مجازات کړي.))

هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له ٣٣٠ څخه ډېرې پېښې ثبت شوې، چې فزيکي تاوتريخوالي، وژنې او د ځان وژنې هڅې دي، چې دا شمېره د ١٣٩١ لمريز کال په پرتله درى چنده زياتوالى څرګندوي.

د دايکنډي د ښځو چارو رييسې ذکيې رضايي هم زياته کړه، لومړى ځل دى، چې د ښځې له خوا له ښځې سره دا ډول تاوتريخوالى کېږي.

هغې زياته کړه، چې عدلي او قضايي ارګانونه دې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى په جديت سره و څېړي، څو د تاوتريخوالي کچه کمه او بالاخره له منځه يوړل شي.

د ويلو ده، چې تېره مياشت هم په بغلان ولايت کې يوه خاوند د خپلې ٢٥ کلنې مېرمنې خوله په چاکو پرې کړه او تر دې وړاندې بيا په هرات ولايت کې د ستاره په نامه يوې ښځې شونډې او پزه د هغې د مړې له خوا پرې شوي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.