ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قانوني د ولسمشر لومړى مرستيال شو

قانوني د ولسمشر لومړى مرستيال شو

author avatar
24 Mar 2014 - 13:52
قانوني د ولسمشر لومړى مرستيال شو
author avatar
24 Mar 2014 - 13:52

کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): ولسي جرګې د رايو په اتفاق محمديونس قانوني ته د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه د باور رايه ورکړه.

ولسمشر حامد کرزي نن محمديونس قانوني ولسي جرګې ته د خپل لومړي مرستيال د نوماند په توګه معرفي کړ.

جرګې قانوني ته په علني ډول د کارتونو په پورته کولو سره موافقه رايه ورکړه او په دې توګه هغه د ولسمشر لومړى مرستيال وټاکل شو.

د ولسمشر پخوانى لومړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د کب په ١٨مه د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.