ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه امنيتي چارواکي ور غواړي

ولسي جرګه امنيتي چارواکي ور غواړي

author avatar
24 Mar 2014 - 14:19
ولسي جرګه امنيتي چارواکي ور غواړي
author avatar
24 Mar 2014 - 14:19

کابل (پژواک ٤ ورى ٩٣): ولسي جرګه امنيتي چارواکي ور غواړي، تر څو د وروستيو نا امنيو په اړه معلومات ورکړي او وايي، چې حکومت بايد د طالبانو په اړه نرم دريځ بدل کړي؛ ځکه چې طالبان ملکي وګړي وژني.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دې جرګې يو شمېر غړو په هېواد کې پر وروستيو نا امنيو په تېره بيا په کابل سرينا هوټل کې د ملکي وګړو پر وژنه ژوره اندېښنه وښوده.

د نوي کال په شپه په کابل سرينا هوټل کې د څلورو وسله والو په بريد کې ٩ تنه، چې يو افغان خبريال، د هغه مېرمن او دوه ماشومان هم په کې شامل وو، ووژل شول.

د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمې عزيز د کابل سرينا پر هوټل بريد يو غير اسلامي او غير انساني عمل وباله .

عزيز وايي: ((د سرينا بريد په کلکه غندو، په دغه بريد کې د بې ګناه کسانو تر څنګ ماشومان هم ووژل شول، لعنت دې پر هغو کسانو وي، چې دا بريد يې پلان کړى و.))

هغې وويل، چې د سرينا د بريد په اړه بايد له حکومتي او د کابل سرينا له امنيتي چارواکو پوښتنې وشي.

د عزيز په وينا، يواځې پر غندلو باندې د دغه شان بريدونو مخنيوى نه شي کېداى او حکومت بايد د وسله والو طالبانو پر وړاندې خپل نرم دريځ ته بدلون ورکړي، ځکه چې طالبان بې ګناه کسان او ماشومان وژني.

په ياده جرګه کې د بدخشان استازې فوزيې کوفي وويل، چې روان کال په هېواد کې له خونړۍ پېښې سره يو ځاى پيل شو او د افغانستان “سخت زړو دښمنانو” د ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي وګړي ووژل.

کوفي وايي: ((زما په اند د روان کال پيل د افغانستان د خلکو لپاره ښه نه و، موږ هره ورځ د ځانمرګو بريدونو شاهدانو يو خو په دې بريد کې د افغانستان سخت زړو دښمنانو ماشومان ووژل.))

د هغې په وينا، د افغانستان خلک حاضر دي چې ووژل شي خو هېڅ مهال د ذلت او خوارۍ ژوند نه مني او طالبان يې هېڅ مهال وروڼه کېداى نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي په وار، وار وسله والو طالبانو ته د وروڼو خطاب کړى او ترې غوښتي يې دي چې د سولې له پروسې سره ملګري شي.

کوفي وايي، طالبانو پر سرينا هوټل د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د ګډوډولو په موخه بريد کړى، ځکه چې په دې هوټل کې د ټاکنو بهرني ناظرين اوسېږي.

هغې وويل، چې امنيتي چارواکي بايد له استخباراتي او کشفي ارګانونو او د کابل سرينا له امنيتي مسوولينو د ياد بريد په اړه پوښتنې وکړي.

د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم د کابل سرينا او نور بريدونه وغندل او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې د امنيت د ټينګښت لپاره لازمې هڅې وکړي.

په تېرو شاوخوا لسو ورځو کې د کابل سرينا پر بريد سربېره په فارياب، ننګرهار او کندهار کې ځانمرګي بريدونه شوي دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال صديق احمد عثماني، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې حکومت بايد د وسله والو طالبانو پر وړاندې خپل نرم دريځ ته بدلون ورکړي؛ ځکه چې د حکومت دغه ډول دريځ په هېڅ ډول ولسي جرګې او ملت ته د منلو وړ نه دى.

هغه دا هم وويل، چې د ولسي جرګې د رييسانو کمېټې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې چې د راتلونکي شنبې په ورځ امنيتي چارواکي په هېواد کې د وروستيو نا امنيو د ډېرېدو د لاملونو د څرګندولو په موخه د جرګې عمومي غونډې ته وغوښتل شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.