ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې د ټاکنو ساحوي ناظم وهل شوى

په باميانو کې د ټاکنو ساحوي ناظم وهل شوى

author avatar
24 Mar 2014 - 15:07
په باميانو کې د ټاکنو ساحوي ناظم وهل شوى
author avatar
24 Mar 2014 - 15:07

باميان (پژواک ٤ ورى ٩٣): د باميانو په ورث ولسوالۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ساحوي ناظم د يوه ځايي قوماندان د وسله والو له خوا دومره وهل شوى، چې اوس په روغتون کې دى.

غلام علي اشنا، چې په ورث ولسوالۍ کې د پنځو ټاکنيزو سايټونو مسووليت ور پر غاړه دى، وايي چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په تومان سرخجوى سيمه کې د څلورو وسله والو له خوا وهل شوى دى.

اشنا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو ده ته ګواښ وکړ، چې دلته د قوماندان سرهنګ وفا حکومت دى او بايد د همدغه قوماندان د لايحې له مخې اجراات وشي، خو دوى د سرهنګ وفا د لايحې په اړه هغه ته څه ونه ويل.

هغه ادعا وکړه، چې د ټوپک د کنداغ، سوک او لغتې په ګوزارونو يې سر دوه ځايه ټپي شوى، پښتۍ او د بدن څو نورې برخې يې ماتې شوې او اوسمهال د ورث په روغتون کې بستر دى.

د ټاکنو دغه ناظم زياته کړه، چې د پنځوسو ټاکنيزو کار کوونکو د روزنې لپاره ساحې ته تللى و، خو هلته له ستونزې سره مخ شو او د وهلو ټکولو پر مهال ورته وويل شول، چې دلته د سرهنګ وفا قانون چلېږي او کارونه بايد د هغه له دستور سره سم ترسره شي.

اشنا وويل، د ځايي خلکو په خبره، سرهنګ وفا په ولسي جرګه کې د باميانو د وکيل محمد اکبري له قوماندانانو څخه دى، چې له سلو زيات وسله وال لري.

په باميانو کې د ټاکنو ولايتي کمېسيون د دفتر رييس عزيزاحمد رسولي د دغه وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې د دوى د کارکوونکو وهل ډبول د ټاکنو پر پروسه منفي اغېزې لري.

هغه زياته کړه، چې په باميانو کې په ١٨٨ سايټونو کې د رايې ورکونې ٤٥٠ محلونه شته، چې اته سايټونه يې ترمنځني او ١٢ نور يې تر ښکتني امنيتي ګواښ لاندې دي.

رسولي وويل، چې تېره ورځ پنځو وسله والو موټرسايکل سپرو په ورث ولسوالۍ کې د ټاکنو کارکوونکي له موټره ښکته کړل او د اشنا په ګډون يې درى کسه وډبول، چې اشنا اوس په روغتون کې دى.

نوموړي زياته کړه، چې دوى خپلې اندېښنې نن په امنيتي ناسته کې له امنيې قوماندانۍ سره مطرح کړې او د وسله والو د دې ډول کړنو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.

د باميانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل محمدعلي لکزي وويل، چې نن يې يو پلاوى ساحې ته استولى او نه پوهېږي، چې دغه کار د چا له خوا شوى، خو موضوع به د پلاوي له څېړنو وروسته روښانه شي.

هغه زياته کړه: ((خپلسري که د هر چا کار وي، موږ به يې وڅېړو او اجازه نه ورکوو، چې څوک په ټاکنو کې ننګونې رامنځته کړي.))

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي هم وويل، چې د ټاکنو کارکوونکو د وهلو ټکولو قضيه د امنيتي ارګانونو له خوا څېړل کېږي او په راتلونکي کې به د دې ډول غير قانوني کارونو مخه ونيول شي.

بلخوا په باميانو کې د بشري حقونو او مدني ټولنو شبکې مسوول محمد اسماعيل ذکي د دې قضيې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک ته وويل: ((که چېرې زورواکي دا ډول لاسوهنې سر له اوسه پيل کړي، نو يقيناً چې په باميانو کې به ټاکنې له ننګونو سره مخ شي.))

هغه زياته کړه، چې په ورث ولسوالۍ کې فعالې وسله والې ډلې د ټاکنو پر وړاندې جدي ګواښ دي او بايد په دې برخه کې اړين تدابير ونيول شي.

ذکي زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې هم قوماندان سرهنګ وفا يو لړ ننګونې را منځته کړې او خلک يې اړ کړل، چې د ده د خوښې وړ کس ته رايه ورکړي.

ونه توانېدو چې د دغه قوماندان نظر واخلو.

د ولسي جرګې غړي محمداکبري پژواک ته وويل، دا چې ځيني کسان ادعا کوي، چې کوم قوماندان په دې پورې منسوب دى، واقعيت نه لري.

اکبري زياته کړه، جمعه وفا چې اوس په سرهنګ وفا مشهور دى، ١٣ کاله وړاندې د په ورث ولسوالۍ کې د وحدت اسلامي ګوند (د اکبري څانګه) له سرګروپانو څخه يو و، خو اوس په دې پورې اړه نه لري.

اکبري چې اوسمهال د افغانستان ملي وحدت ګوند رييس هم دى زياتوي: ((زه نه وايم چې څه کار يې کړى، که چېرته څوک ستونزه جوړوي او يا يې سرغړونه کړې، دولت بايد د هغوى پر وړاندې اقدام وکړي.))

تېر کال هم د ورث ولسوالۍ د سرخجوى سيمې يو شمېر خلکو ادعا درلوده، چې قوماندان سرهنګ د دوى ځمکې غصب کړې او دوى يې له باميانو څخه جبري کډې کولو ته مجبور کړي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.