ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې مېرمنو د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت ټينګېدو غوښتنه وکړه

په لوګر کې مېرمنو د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت ټينګېدو غوښتنه وکړه

author avatar
24 Mar 2014 - 13:49
په لوګر کې مېرمنو د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت ټينګېدو غوښتنه وکړه
author avatar
24 Mar 2014 - 13:49

پل علم (پژواک ٤ ورى ٩٣): د لوګر ولايت ځينو مېرمنو د يوې غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې د ښځو لپاره د رايې ورکولو د ځانکړو مرکزونو امنيت دې خوندي شي.

ښځو د عامه پوهاوي په دې غونډه کې، چې د وري په ٤مه د ولايت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه وويل، په راتلونکو ټاکنو کې به د لوګر ولايت زيات شمېر مېرمنې ګډون وکړي.

د پل علم اوسېدونکې رڼا صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، هيله لري، چې په ټاکنو کې برخه واخلي، خو حکومت بايد د رايو مرکزونه زيات او امنيت خوندي کړي.

نوموړې وايي: ((اوس چې د هرې ورځې په تېرېدو هوا تودېږي نا امني هم زياتېږي، حکومت بايد تر ټاکنو مخکې د رايې ورکولو مرکزونو امنيت ونيسي او په ځينو سيمو کې د مېرمنو لپاره د رايې مرکزونه زيات کړي.))

د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکې بلقيس پژواک ته وويل، په ياده غونډه کې يې هم غوښتنه وکړه، چې حکومت بايد په راتلونکو ټاکنو کې مېرمنو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بلقيس وايي: ((زموږ غوښتنه امنيت راوستل دي، چې مېرمنې په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.))

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي مشر ډاکټر نعمت الله وردګ تر دې غونډې وروسته له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې تر اوسه د برکي برک، څرخ، خروار او ازرې د ولسواليو په يو شمېر سيمو کې امنيتي ستونزې لا هم د ټاکنو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږي.

وردګ وايي: ((زه په دې تړاو د ښځو اندېښنې پر ځاى ګڼم او که په دغو ولسواليو کې امنيتي شرايط برابر نه شي، ممکن سړي هم په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې شي.))

خو د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک ته وويل، چې د راتلونکو ټاکنو د خونديتوب په تړاو پوره چمتوالى لري.

اسحاقزى وايي: ((موږ ټولې ٨٣ ټاکنيزې حوزې لرو، تر اوسه يواځې د څرخ او خروار په ولسواليو کې امنيتي ستونزې شته ، خو د امنيتي ځواکونو هڅې روانې دي، چې هلته هم تهديدونه راکم کړي.))

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د روان کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.