کابل (پژواک ٥ ورى ٩٣): کابل کې د ټاکنو کمېسيون پر يوه دفتر وسله وال بريد د پنځو بريدکوونکو، دوو پوليسو، دوو ملکي وګړو او د ولايتي شورا يو نوماند په وژل کېدو او اتو تنو په ټپي کېدو پاى ته ورسېد.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي خبريالانو ته وکړې او ويې ويل، چې په يادو ټپيانو کې څلور پوليس او څلور د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکي شامل دي.
د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر مخې ته نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې لومړى دوې چاودنې وشوې او بيا وسله وال ياد دفتر ته ننوتل.
صديقي نن له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د بريد په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې پنځو وسله والو پر دغه دفتر بريد کړى وو، چې دوو يې د بريد په پيل کې د دفتر په دروازه کې ځانونه والوځول او درې نور دفتر ته ننوتل.
هغه وويل، چې دفتر ته ننوتي درې وسله وال هم له څو ساعته نښتې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول
هغه وايي چې ٧٠ تنه د دفتر کارکوونکي، د ولايتي شورا ځيني نوماندان او عام خلک، چې د بريد پر مهال په دفتر کې وو، د امنيتي ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.
دى وايي، وسله والو طالبانو ځکه پر دغه دفتر بريد وکړ، چې د ټاکنو پروسه ګډوډه کړي، خو افغان امنيتي ځواکونه د ټاکنو د امنيت لپاره چمتووالى لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن