ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عظيمي: تېر کال خونړى و

عظيمي: تېر کال خونړى و

author avatar
25 Mar 2014 - 19:42
عظيمي: تېر کال خونړى و
author avatar
25 Mar 2014 - 19:42

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٣): ملي دفاع وزارت، تېر کال يو له ستونزو ډک، خونړى او ملي اردو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې کال وباله.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل، چې په تېر ١٣٩٢ لمريز کال کې، د ځمکنيو عملياتو مشري ملي اردو ته وسپارل شوه، چې ٩٧ سلنه عمليات يې په خپلواکه توګه پر لاره اچولي او په درېيو مواردو کې د نړيوالو ځواکونو له مرستې غوښتنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ملي اردو په دغه موده کې ١٣٠٠ پلان شوي محاربوي عمليات او نور زرګونه چاڼيز عمليات، چک پاينټونه، ګزمې او ٥٨٤ ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

عظيمي په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې تېر کال کې د ملي اردو مرګ ژوبله، د وړم کال په پرتله ډېره وه او په منځني ډول د مرګ ژوبلې شمېره په کې له درېيو څخه تر څلورو تنو پورې رسېده.

د ملي دفاع وزارت وياند په وينا، که څه هم تېر کال د دغو ځواکونو مرګ ژوبله په عملياتو کې د ملي اردو پراخه ګډون ته په کتو سره ډېره وه، خو د عملياتو ټول مسووليتونه د ملي اردو پر غاړه و، چې په ډېر برياليتوب او لاسته راوړنو سره ترسره شوي دي.

جنرال عظيمي، د ملي اردو مرګ ژوبلې د لوړېدو لامل، د دغو ځواکونو له لوري په خپلواک ډول د جګړې او عملياتو تر سره کول په ګوته کړل او زياته يې کړه، چې په دغه کال د هېواد په ډېرو برخو کې د بهرنيو ځواکونو اډې هم افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې کار سره د امنيتي ځواکونو د فعاليت سيمو پراختيا موندلې او زرګونه بهرني ځواکونه له هېواده وتلي، چې دا هم د دوى د مرګ ژوبلې د لوړېدو لامل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د ايساف ځواکونو د (اى کژوليټې) وېبپاڼې له مخې، په افغانستان کې په ٢٠١١ زېږديز کال کې د دوى د مرګ ژوبلې شمېره، ٤١٨ تنو، په ٢٠١٢ کال کې ٣١٠ تنو او په ٢٠١٣ کال کې ١٢٧ تنو ته رسېده.

د دفاع وزارت وياند وويل، چې وسله والو مخالفينو تېر کال د خالد بن وليد تر نامه لاندې په خپلو عملياتو کې د بهرنيو استخباراتو په مستقيمې مرستې سره غوښتل، ترڅو لومړۍ او دوهمه درجه نښلوونکې او لويې لارې او ځينې اداري واحدونه تر خپل واک لاندې راولي او په پاکستان کې يې خپلې ديني مدرسې هم تړلې وې، چې د هېواد په ډېرو برخو کې يې ډېرې چاودنې وکړې، خو خپلو موخو ته ونه رسېدل.

هغه زياته کړه، چې تېر کال په وايګل، چپه درې، ازرې او حصارک ولسواليو کې مهم عمليات تر سره شول، چې له لسو کلونو وروسته دغه سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړل شوې.

عظيمي وويل، تېر کال په ټوله کې زرګونه وسله وال مخالفين ټپيان او وژل شوي او ډېره اندازه درنې او سپکې وسلې هم ترې ترلاسه شوې دي.

هغه زياته کړه، چې تېر کال ملي اردو ته د نړيوالې ټولنې له لوري )مې 17) هليکوپټرونه او  (C_130) بې پېلوټه او ټرانسپورټي الوتکې ورکړل شوې، چې د ټرانسپورټ او کشف په برخو کې ډېرې اغېزناکې پرېوتې او تر ٢٠١٧ زېږديز کاله پورې به هوايي ځواک ډېر پياوړى شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.