ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدضيا مسعود: د بريالي کېدو پر مهال به امنيت ټينګ کړو

احمدضيا مسعود: د بريالي کېدو پر مهال به امنيت ټينګ کړو

author avatar
26 Mar 2014 - 19:22
احمدضيا مسعود: د بريالي کېدو پر مهال به امنيت ټينګ کړو
author avatar
26 Mar 2014 - 19:22

تالقان (پژواک ٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو مرستيالانو، د تخار ولايت اوسېدونکو ته د امنيت د ټينګولو او د اسلامي شريعت د پلي کولو ژمنې ورکړې او يوه پخواني جهادي قوماندان، د عبدرب الرسول سياف له کانديداتورۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.

 د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول لومړي مرستيال احمدضياء مسعود، چې نن د تخار ولايت  د ښاروالۍ په چمن کې د زرګونو کسانو غونډې ته خبرې کولې، نا امني يې په هېواد کې تر ټولو لويه ستونزه وبلله او ويې ويل، چې د امنيت ټينګولو ته به لومړيتوب ورکړي.

 هغه زياته کړه، که چېرې د اعتدال، برابرۍ او جوړونې ټيم په راتلونکو ټاکنو کې بريالى شي، د يو نيم کال په ترڅ کې به د ټول هېواد امنيت ټينګ کړي.

 د احمدشاه مسعود ورور احمدضيا مسعود زياته کړه، چې د دوى حکومت به ملي ځواکونه په درنو وسلو او مهماتو سمبال کړي، او د هغو مجاهدينو ستونزو ته به چې له پامه غورځول شوي، لاسرسى وکړي او د مجاهدينو له کورنيو سره چې له پخواني شوروي اتحاد سره په جګړې کې شهيدان شوي، مرستې وکړي او ټولو ته کسانو ته به د کار زمينه برابره کړي.

د زلمي رسول لومړي مرستيال وويل، د کرنې په برخه کې به هم پانګونه وکړي او د کرنيزو بانکونو په جوړولو سره به بزګرانو ته پورونه ورکړي او تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به هېواد د کرهنې له پلوه پر خپلو پښو ودروي.

د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي هم وويل، چې د کورنۍ برېښنا په برخه کې به پانګونه وکړي او د دغه ولايت د کوکچې بند به ورغوي، تر څو خلک د برېښنا له پلوه له کومو ستونزو سره مخ نه شي.

 د کوکچې برېښناکوټ سروې، د داود خان د واکمنۍ پر مهال تر سره شوې، خو تر دې مهال پرې کار نه دى شوى، چې په رغولو سره به يې له تخار پرته نورو ګاونډيو ولايتونو ته هم برېښنا ورکړل شي او کرنيزې ځمکې به پرې اوبه شي.

 د تاجکستان برېښنا تېر کال د تالقانو ښار ته وغځول شوه، چې خلک ترې په ډېره لوړه بيه ګټه پورته کوي.

 په شمال ختيځ زون کې د زلمي رسول د ټاکنيزو مبارزو د دفتر مسوول بشير قانت په دغه غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند ته رايه ورکړي، خو ويې ويل چې دغه ټيم بايد خلک هېر نه کړي او پر خپلو کړو ژمنو بايد عمل وکړي.

 بلخوا د ولسمشرۍ د بل کانديد عبدرب الرسول سياف دويم مرستيال مولوي عبدالوهاب عرفان، د تخار د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په يوه لويه غونډه کې، چې زرګونه کسانو پکې ګډون درلود، وويل چې د برياليتوب پر مهال به امنيت ټينګ او اسلامي شريعت به پلى کړي.

هغه زياته کړه، عشر او زکات به چې اسلامي رکنونه دي پر خپلو خلکو پلي کړي او له اداري او اخلاقي فساد سره به سخته مبارزه وکړي.

په تخار کې يوه پخواني جهادي قوماندان قاضي کبير مرزبان په دغه غونډه کې، د استاد سياف له کانديداتورۍ د خپل ملاتړ اعلان وکړ او له خلکو يې وغوښتل، چې دغه ټيم ته رايه ورکړي.

نوموړي، چې د تخار پخوانى والي او د ولسي جرګې اوسنى غړى دى، زياته کړه، که چېرې دغه ټيم په ټاکنو کې بريالى شي، نو د کوکچې د څنډو (شپږ ولسوالۍ) د اوسېدونکو ستونزې به حل کړي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.