غزني ښار (پژواک ۷ ورى ۹۳): په غزني کې د کليد راډيو مسوولين وايي، چې بهرنيو ځانګړو ځواکونو يې تېره شپه يو کارکوونکى د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيولى دى.
په غزني کې د دې راډيو مسوول نثاراحمد ازادزوى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د غزني د اندړو ولسوالۍ د لېوانو په سيمه کې د دوى د يوه خبريال حکمت الله ارين پر کور عمليات کړي او هغه يې له ځان سره وړى دى.
نوموړى وايي، ولايتي چارواکو ورسره ژمنه کړې وه، چې دغه خبريال به ژر راخوشى شي خو تر اوسه يې لا درک نه دى معلوم.
د عبدالوالي په نوم د دغه خبريال ورور پژواک ته وويل، چې ورور يې د تره له دوو زامنو سره يوځاى بهرنيو ځواکونو وړى دى.
هغه زياتوي: ((بېګاه تر ډوډۍ خوړلو وروسته بهرنيان زموږ کلي ته راغلل، له کورونو يې نارينه راو ايستل، زه هم په کې وم، وروسته يې د ټولو څېرو ته کتل. زما ورور حکمت الله، دوه د تره زامن مې او اوه تنه نور کليوال يې ونيول او له ځان سره يې يوړل.))
هغه وايي، تر اوسه نه ده معلومه، چې ولې يې ورور ونيول شو، خو د ده په وينا هغه بې ګناه او يو ازاد خبريال دى.
بلخوا د غزني د اندړو ولسوال محمدقاسم هم ياد عمليات مني او وايي، چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه په لېوانو سيمه کې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ۱۰ شکمن کسان نېولي دي.
ولسوال وايي، تر اوسه ورته معلومات نشته، چې په دغو کسانو کې خبريال هم شته که نه خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
ايساف ځواکونه پژواک اژانس ته تاييد کړه، چې په غزني ١٢ تنه له وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور په هغو عملياتو کې نيول شوي، چې مشري يې افغان ځواکونو کوله.
سرچينې زياته کړې، له يادو کسانو څخه اوسمهال د افغان ځواکونو له لوري څېړنې روانې دي.
خو ايساف په مشخص ډول د کليد راډيو د خبريال د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن