ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډاکټر عبدالله او استاد سياف په ملاتړ غونډې وشوې

د ډاکټر عبدالله او استاد سياف په ملاتړ غونډې وشوې

author avatar
28 Mar 2014 - 15:14
د ډاکټر عبدالله او استاد سياف په ملاتړ غونډې وشوې
author avatar
28 Mar 2014 - 15:14

مزارشريف، کابل (پژواک ٨ ورى ۹۳): په بلخ او کابل کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او عبد رب الرسول سياف په ملاتړ غونډې وشوې.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۸مه، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې کمپايني غونډه وکړه، چې د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو په کې برخه اخيستې وه.

د ډاکټر عبدالله عبدالله ډېری څرګندونې د جهاد د مهال د شهيدانو يادولو او د بلخ ولايت د تېرو کلونو د پراختيايي چارو ستاينې ته ځانګړې وې.

نوموړي د جهاد د مهال د لسګونو شهيدانو له يادولو وروسته وويل: ((بلخ د افغانستان لپاره د ښه کار بېلګه ده، کار اهل کار ته د سپارلو بېلګه ده، دغه ولايت د اقتصادي ودې مرکز دی، د کرنې د ودې مرکز دی، د سياسي فعاليتونو زمينه په کې برابره ده، د اقتصادي فعاليتونو زمينه په کې برابره ده او د ملي يووالي ښه مثال دی.))

هغه همداراز زياته کړه، چې دوی باوري لري، چې دا ځل به خلک د خپلو رايو له لارې خپل راتلونکی ټاکي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، دوی د ټاکنو کميسيون په هڅو باور لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د درغليو مخه نيسي او د روڼتيا لپاره به جدي هڅې کوي.

نوموړي د خپلو څرګندونو په پای کې د خپلو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله د معلولينو  او شهيدانو د وارثينو لپاره د ځانګړو پروګرامونو او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اسانتياوو برابرولو يادونه وکړه.

همداراز د ځوانانو د پرمختګ په برخه کې يې د ځوانانو لپاره د ځانګړي وزارت د جوړېدو يادونه وکړه.

په ياده غونډه کې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې مرستيالانو انجنير خان محمد او استاد محمد محقق د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کې د غونډې ګډونوال يادې ډلې ته د رايې ورکولو ته وهڅول.

د غونډې په پای کې د بلخ د ولايتي شورا رييس او د راتلونکې ولايتي شورا کانديد ډاکټر محمد افضل حديد د ولسمشريزو ټاکنو له نوماندانو هيله وکړه، چې د بلخ لاس ته راوړنې دې په خپلو کمپايني شعارونو نه قرباني کوي.

نوموړي زياته کړه، تېره ورځ د ولسمشريزو ټاکنو يو کانديد په بلخ کې د اداري فساد د شتون او د دولتي ځمکو غصبول سترې ستونزې وګڼلې او همداراز يې له دغه ولايت څخه د ستر سوداګريز ښار د جوړېدو يادونه وکړه.

خو حديد وويل: ((دا ولايت له پخوا څخه فرهنګي سوداګريز ښار دی، دلته دولتي ځمکې نه دي غضب شوي، پخوا چې غضب شوې وې، خپلو خلکو ته بېرته ګرځول شوې دي، په دې ولايت کې اداري فساد نه شته، اداري فساد له مرکزي دولت څخه سرچينې اخيستي، چې همدې ښاغلو جوړ کړی و.))

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر زلمي رسول په مزارشريف ښار کې خپلې کمپايني غونډې ته د خبرو په ترڅ کې وويل، چې اداري فساد او د دولتي ځمکو غصب د بلخ ولايت له سترو ستونزو څخه دي، چې دوی به يې له منځه وړي.

همداراز ډاکټر زلمي رسول له مزارشريف څخه د سوداګريز ښار د جوړېدو يادونه هم کړې وه. 

هېره دې نه وي، چې د نننۍ غونډې په پای کې سټېج ته نږدې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله سټېج مات شو او ځينې کسان په کې سرسري ټپيان شول.

د يو بل خبر له مخې، د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ له کانديد عبد رب الرسول سياف څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

دغه غونډه د بګراميو چې په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د دې ولسوالۍ د ٣٤ کليو استازو په کې ګډون کړى وو.

د کابل ولايتي شورا ته کانديد او د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر نثاراحمد بهلول، له خلکو وغوښتل چې خپله رايه استاد سياف ته ورکړي.

ده زياته کړه، دوى ځکه له سياف څخه ملاتړ کوي، چې هغه يو مجاهد شخصيت دى او د هېواد په ترخو شېبو کې هم له افغان ولس سره يوځاى و.

د استاد سياف زوى مولانا حبيب الرحمن سياف چې په دې غونډه کې يې ګډون کړى و، وويل، په راروانو ټاکنو بايد بايد بې تفاوته پاتې نه شو، ځکه د رڼو او عادلانو ټاکنو ترسره کېدل هېواد د سولې او ثبات لور ته بيايي.

ده زياته کړه، که استاد سياف بريالى شو، د هېواد کانونه به استخراج شي، زيات شمېر ځوانانو ته به د کار زمينه برابره شي، امنيت به ټينګ شي، ملي حاکميت به پلى شي، د هېواد اقتصاد به وده ومومي او د افغان کډوالو بېرته راستنېدل به په سمه توګه ترسره شي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روانې مياشتې په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.