ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د پکتيا د والي د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو د پکتيا د والي د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
28 Mar 2014 - 12:53
لاريون کوونکو د پکتيا د والي د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
28 Mar 2014 - 12:53

ګردېز (پژواک ٨ ورى ٩٣): د پکتيا په مرکز ګردېز کې لسګونو کسانو د لاريون په ترڅ کې د اريوب ځاځيو د ولسوال وهل وغندل او د دې ولايت د والي او د هغه د رييس دفتر د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

د اريوب ځاځيو ولسوال عبدالرحمان سوله مل وايي، څلور مياشتې کېږي چې د اصلاحات اداري د ازاد رقابت له لوري يادې ولسوالۍ ته بريالی شوی، خو د ولايت له لوري اجازه نه ورکول کېږي، چې دنده ترسره کړي.

نوموړي ادعا کړې، چې د والي د دفتر د رييس له لوري هغه مهال وډبول شو، چې د ۸زرو ډالرو د بډو ورکولو خبره يې ونه منل شوه.

په دې تړاو نن لسګونه لاريون کوونکي په ګردېز ښار کې  د اريوب ځاځيو ولسوال عبدالرحمن سوله مل په ملاتړ راټول شوي وو او اعتراضيه غونډه يې وکړه؛ هغوى د والي جمعه خان همدرد انځورونه له ځانه سره لېږدول او له مرکزي دولته يې د نوموړي د محاکمه کېدو غوښتنه کوله.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه يو تن حبيب الله  پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي، چې د پکتيا والي حمعه خان همدرد محاکمه کړي، ځکه د ده په وينا، نوموړي د اريوب ځاځيو ولسوال ته يې سپکاوی کړی دی.

دى زياتوي، که چېرې مرکزي دولت د دوی دغه خبره وانه وري، نو دوی به په راتلونکي کې دغه ډول لاريونونو ته دوام او پراختيا ورکړي.

د عبدالرحمان سوله مل کوچني زوی حبيب الرحمن، چې د پلار تصويرونه يي په لاسونو کې و، د مرکزي دولت ترڅنګ د بشر حقونو له خپلواک کميسون او له يوناما څخه غوښتنه وکړه، چې د دوى غږ واوري.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولايتي ادارې نظر واخلي، خو چارواکو له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو څو ورځې وړاندې د پکتيا د والي وياند روح الله سمون له رسنيو سره په خبرو کې دغه خبره ردکړې وه، چې له ولسوال څخه دپيسو اخيستلو غوښتنه شوې ده.

نوموړي ويلي و، ځکه دغه ولسوال دندې ته نه لېږي، چې د ده په خبره، بې کفايته دى او د اداري اصلاحاتو د ادارې له خوا په واسطو بريالی شوی دی.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.