ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه بريدګر ووژل شول، کابل کې جګړه پاى ته ورسېده

پنځه بريدګر ووژل شول، کابل کې جګړه پاى ته ورسېده

author avatar
28 Mar 2014 - 16:05
پنځه بريدګر ووژل شول، کابل کې جګړه پاى ته ورسېده
author avatar
28 Mar 2014 - 16:05

کابل (پژواک ٨ ورى ٩٣): د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې د کابل په کارته سه سيمه کې پر يوه ميلمستون چې بهرني وګړي پکې اوسېدل، د وسلوالو بريد پاى ته ورسېد، او په مېلمستون کې بند پاتې بهرنيان ژغورل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال محمد ايوب سالنګي وايي چې، څلورو ځانمرګو بريدکوونکو پر ځاى پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او يو يې د امنيتي ځواکونو لخوا وژل شوى دى.

پنځو وسلوالو نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو په کابل کې د روټس اف پيس (Roots of Peace)  په نوم د يوې بهرنۍ موسسې پر مېلمستون بريد وکړ چې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړونده سيمه کې موقعيت لري.

چارواکي وايي چې لومړى يوه ځانمرګي بريدګر، په موټر کې ځاى پرځاى شويو چاودېدونکي توکو ته د مېلمستون د دروازې مخې ته چاودنه ورکړه  او ورسره پاتې وسلوال، چې طالبانو خپل پلويان بللي، مېلمستون ته ننوتل.

وسلوالو شاوخوا څلور ساعته له افغان امنيتي ځواکونو سره ډزې تبادله کړې، چې بالاخره په اتو بجو ټول بريدګر لمنځه لاړل.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وايي، چې د دوازې مخې ته د چاودنې پرمهال يوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او په دې بريد کې د مېلمستون يو ساتونکى ټپي شوى دى.

دغه مېلمستون ته څېرمه د ملي شورا ودانۍ، د قزاقستان او ازبکستان سفارتونه، د پوليسو د درېيمه حوزه او د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو قطب الدين هلال او هدايت امين ارسلا د ټاکنيزو مبارزو دفترونه هم موقعيت لري.

د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د ورځې په رانږدې کېدو سره په دې وروستيو کې په کابل کې د وسلوالو بريدونو زور اخستى دى.

دا په روانه مياشت کې د طالبانو درېيم بريد دى چى په کابل کې يې ترسره کوي.

دوه ورځې وړاندې د کابل په دارالامان سيمه کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون پر يوه دفتر د وسلوالو په بريد کې د پنځو بريد کوونکو په ګډون لس تنه ووژل شول.

همداراز نوې کال په شپه څلورو وسلوالو پر کابل سرېنا هوټل بريد وکړ، چې په بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ووژل شول.

په وژل شويو کې يو افغان خبريال سردار احمد او د هغه مېرمنه او دوه ماشومان وو.

همداراز د ملي ډيموکراټيک انستتيوت په نوم د يوې موسسې يو غړى هم پکې شامل وو چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو له ټاکنو يې څارنه کوله.

پر سرېنا تر بريد وروسته، دې موسسې او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان خپل ټول کارکوونکي له افغانستان څخه وويستل چې د افغانستان له ټاکنو يې څارنه کوله.

ټاکل شوې تر راتلونکو لسو ورځو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.