ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدي: د ټاکنو امنيت ته مو پوره تدابير نيولي

محمدي: د ټاکنو امنيت ته مو پوره تدابير نيولي

author avatar
30 Mar 2014 - 15:33
محمدي: د ټاکنو امنيت ته مو پوره تدابير نيولي
author avatar
30 Mar 2014 - 15:33

خوست (پژواک١٠ ورى ٩٣): د ملي دفاع وزير ټينګار کړى، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره بشپړ امنيتي تدابير او چمتووالی لري.

ستر جنرال بسم الله خان محمدي دغه څرګندونې خوست  ته د وري په ١٠مه د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.

په دې تړاو جوړې شوې غونډې کې د نوموړي په ګډون  د خوست والي عبدالجبارنعيمي، امنيتي چارواکو، په ملي شورا کې د خوست استازو او د دغه ولايت د ټاکنو د دفتر مسوولينو برخه لرله.

بسم الله خان محمدي وويل، چې په ټول هېواد په ځانګړي ډول په خوست ولايت کې د ټاکنو د سمو ترسره کېدو لپاره  بشپړ چمتووالی لري او د هر ډول ناامنيو د رامنځته کېدو مخه به ونيسي او چا ته به اجازه ورنه کړي، چې ټاکنې ګډوډې کړي.

نوموړي په خوست کې د ټولو امنيتي ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ او رهبرۍ پر بنسټ د رامنځته شوو پرمختګونو او ډاډمن امنيت ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې يې د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالى نيولى او په دې برخه کې يې ځانګړي نوښتونه کړي دي.

بسم الله خان محمدي رڼې او ازادې ټاکنې د هېواد د راتلونکي برخليک په ګټه يادې کړې او پر دې يې ټينګار وکړ، چې ولس بايد پرته له کومې وېرې او امنيتي ستونزې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او  د رايې اچونې مرکزونو ته لاړ شي.

نوموړي د امنيتي ارګانونو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې شپه او ورځ خپلې هڅې زياتې کړي، نور هم امنيتي حالت ډاډمن او ولس وکولى شي په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ملي د فاع وزير ته د ټاکنو لپاره د ډاډمن امنيت لپاره د ټينګو امنيتي تدابير په اړه معلومات ورکړل  او ويې ويل، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو په مخ کې هيڅ امنيتي ستونزې نه لري.

والي نعيمي زياته کړه، چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې د ازادو، رڼو اوعادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره يې د خوست په نظامي شورا کې د امنيتي تدابيرو لپاره پر يوه ګډ امنيتي پلان کار کړی دی.

نوموړي همدارنګه په ټينګار سره وويل، چې د ولسمشرۍ له رياسته دوی ته د صادرو شوو احکامو له مخې به هېڅ دولتي چارواکي ته هم اجازه ورنه کړي، چې د ټاکنو په دې ملي پروسه کې مداخله وکړي او يا درغليو ته په کې زمينه برابره کړي.

نوموړي دغه راز د ملي دفاع له وزير بسم الله خان محمدي څخه غوښتنه وکړه، چې ټولو هغو وړانديزونو ته مثبت ځواب ووايي، چې په دغه ولايت کې يې د امنيتي ارګانونو د اکمال، تجهيز او پياوړتيا لپاره مرکز ته کړي دي.

د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خوست ته د ملي دفاع د وزير د راتګ يواځېنۍ موخه د ټاکنو لپاره د امنيتي ارګانونو له پلانونو څخه ځان خبرول و.

بريالي روان زياته کړه، په دې حساس وخت کې، چې ټاکنې په رانږدې کېدو دي، د ملي دفاع وزير د دغه ولايت امنيتي مسوولين وهڅول، چې د امنيت د ټينګښت لپاره تر خپله وسه هلې ځلې وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.