ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدزى: غريب فارياب پر غني ولايت بدلوم

احمدزى: غريب فارياب پر غني ولايت بدلوم

author avatar
31 Mar 2014 - 15:52
احمدزى: غريب فارياب پر غني ولايت بدلوم
author avatar
31 Mar 2014 - 15:52

ميمنه (پژواک ١١ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي ژمنه وکړه، چې د فارياب ولايت د سوداګرۍ، کرنې او کانونو ودې ته به پراختيا ورکړي او غريب فارياب به پر غني ولايت بدل کړي.

هغه نن د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې يوې لويې غونډې ته چې لسګونه زره کسانو په کې ګډون درلود وويل، چې فارياب ډېر نفت، ګاز او طبيعي زېرمې لري، چې د برياليتوب پر مهال به د دغو کانونو او زېرمو په را ايستلو کې اقدام وکړي.

اشرف غني زياته کړه، چې د ترکمنستان رېل پټلۍ به د فارياب د اقينې بندر له لارې د بلخ د حيرتان او د کندوز له شېرخان سوداګريزو بندرونو سره ونښلوي او فارياب به پر يوه سوداګريز ولايت بدل کړي.

د ولسمشرۍ دغه کانديد زياته کړه، چې له ترکمنستان سره پر پوله پروت سوداګريز بندر باندې به پانګونه وکړي او د خواجه قچي بندر، چې پخوا ترکمنستان هېواد ته د سوداګريزو کاروانونو د لېږد لويه لاره وه، له سره ورغوي.

نوموړي د المار ولسوالۍ د اوبو بند د کار چټکتيا، د بادغيس د حلقوي سړک ادامه، چې فارياب له هرات ولايت سره نښلوي او د غاليو صنعت او وده له خپلو نورو پروګرامونو وبلل او ويې ويل، فارياب يو وخت د افغانستان ګودام او کرنيز ولايت و او د بدلون او تداوم ټېم به د خپلې بريا پر مهال فارياب يو ځل بيا د هېواد پر ګودام بدل کړي.

احمدزي زياته کړه: “نور به فارياب غريب ولايت نه، بلکې غني وي.”

د احمدزي لومړي مرستيال او د اسلامي ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم په دې غونډه کې وويل، چې خلک هره ورځ د چاودنو او ځانمرګو بريدونو شاهدان دي او په دې وروستيو کې د فارياب خلک هم د يوه ځانمرګي بريد قرباني شول.

د دغه ولايت په ميمنې ښار کې دوه اونۍ وړاندې، د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ١٧ ملکي وګړي ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې له ٤٠ ډېر کسان ټپيان شول.

جنرال دوستم خلکو ته په خپلې وينا کې وويل: ” که غواړئ له دې وروسته زه تاسو ته د چاودنو او ځانمرګو بريدونو لپاره ډاډګېرنه درنه کړم او تاسو غم ونه وينئ نو د بدلون او تداوم ټېم ته رايه ورکړئ، تر څو د عاملينو لاسونه يې لنډ کړو.”

د هغه د خبرو تر څنګ، ځينو ګډونوالو شعارونه ورکول، چې “چاودنې او ځانمرګي بريدونه دوى له رايې ورکونې نه شي منع کولى او دوى به په هر ډول حالاتو کې رايه ورکړي.”

جنرال دوستم، د امنيت ټينګښت، ښه حکومتولي او د فساد له منځه وړل د دغه ټېم له نورو پروګرامونو وګڼل.

د اشرف غني احمدزي دويم مرستيال سرور دانش د فارياب د خلکو له يووالي مننه وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د بدلون او تداوم له ټېم څخه ملاتړ وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.