ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په دوو چاودنو کې ١٥ تنه ووژل شول

author avatar
31 Mar 2014 - 19:15
author avatar
31 Mar 2014 - 19:15

 کندوز، درېيم تعقيب (پژواک ١١ ورى ٩٣): په کندوز ولايت کې د يوه ځايي قوماندان پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د هغه څوارلس خپلوان وژل شوي، خو ياد قوماندان ترې روغ وتلى دى. همدارنګه په يوه بله پېښه کې دپوليسو يو افسر هم وژل شوى دى.

دغه چاودنه نن غرمه د خان اباد ولسوالۍ په بويين سيمه کې د محمد عمر په نوم د يوه سيمه ييز قوماندان پر سرف موټر  شوې ده.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه قوماندان سرف موټر او تر شا يې يو بل پېک اپ ډوله موټر، د سړک غاړې ماين موخه ګرځېدلي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه چاودنه کې پېک موټر نهر ته غورځېدلى او له امله يې د ياد قوماندان څوارلس خپلوان، چې ورېرونه او د تره زامن يې کېدل، وژل شوي او يو بل ټپي دى.

حسيني زياته کړه، چې قوماندان عمر نن مازيګر د دغو کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون کړى دى.

 د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وايي، چې محمدعر پخسه پران، چې د خان اباد په اقتاش سيمه کې د دولت همکار وسله وال قوماندان دى، له دې پېښې ژوندى وتلى دى.

 محمدعمر له هغه وروسته په پخسه پران مشهور شو، چې درې کاله وړاندې يې په اقتاش سيمه کې له طالبانو سره سخته جګړه وکړه او د طالبانو يوه ډله يې د يوه دېوال د را ړنګولو له امله له منځه يوړه.

ځينې ځايي اوسېدونکي محمدعمر د خپلسرو وسله والو قوماندان بولي او د هغه کسان د خلکو په ځورولو تورنوي.

د سيمې يو اوسېدونکى عين الله وايي، چې مړي د خلکو په همکارۍ له نهر څخه را ايستل شوي دي.

په يوه بله پېښه کې د خان اباد امنيه قوماندانۍ جنايي امر هم ووژل شو.

د خان اباد ولسوال وويل، چې د جنايي امر اسلام حسين پر رينجر موټر د اقتاش په ملاخېلو کې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

سرچينې زياته کړه، چې په دې چاودنه کې جنايي امر وژل شوى، خو يو پوليس او د لويې څارنوالۍ استازى، چې له ده سره يې ملګرتيا کوله، ټپيان دي.

دوى يو غلا شوى موټر په ملاخېلو کلي کې خپل څښتن ته سپارلى، چې د راستنېدو پر مهال له دې پېښې سره مخ شول.

ځايي چارواکي وايي، چې د چاودنې د دواړو پېښو عاملين نه دي مشخص شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.