ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې چاودنې ١٤تنه ووژل

په کندوز کې چاودنې ١٤تنه ووژل

author avatar
31 Mar 2014 - 16:23
په کندوز کې چاودنې ١٤تنه ووژل
author avatar
31 Mar 2014 - 16:23

کندوز (پژواک ١١ ورى ٩٣): په کندوز ولايت کې د يوه ځايي قوماندان پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنې ١٤تنه وژلي، خو ياد قوماندان ترې روغ وتلى دى.

د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وايي، چې د قوماندان محمدعمر مشهور په (پخسه پران) پر سرف موټر نن غرمه د دې ولسوالۍ په بويين سيمه کې ماين چاودنه وشوه.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه قوماندان موټر د چاودنې په پايله کې نهر ته لوېدلى، چې له امله يې په کې سپاره ١٤تنه هم وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

ولسوال زياته کړه، چې محمدعر پخسه پران، چې د خان اباد په اقتاش سيمه کې د دولت همکار وسله وال قوماندان دى، له دې پېښې ژوندى وتلى دى.

محمدعمر له هغه وروسته په پخسه پران مشهور شو، چې درى کاله وړاندې يې په اقتاش سيمه کې له طالبانو سره سخته جګړه وکړه او د طالبانو يوه ډله يې د يوه دېوال د را ړنګولو له امله له منځه يوړه.

ځيني ځايي اوسېدونکي محمدعمر د خپلسرو وسله والو قوماندان بولي او د هغه کسان د خلکو په ځورولو تورنوي.

ولسوال زياته کړه، چې دغه درى ملکي وګړي، چې له سيمې تېرېدل نهر ته لوېدلي او تر اوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.

د سيمې يو اوسېدونکى عين الله وايي، چې مړي د خلکو په همکارۍ له نهر څخه را ايستل شوي او په اوبو کې د ورکو دريو نورو ملکي وګړو د موندلو هڅې روان دي.

په يوه بله پېښه کې د خان اباد امنيه قوماندانۍ جنايي امر هم ووژل شو.

د خان اباد ولسوال وويل، چې د جنايي امر اسلام حسين پر رينجر موټر د اقتاش په ملاخېلو کې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

سرچينې زياته کړه، چې په دې چاودنه کې جنايي امر وژل شوى، خو يو پوليس او د لويې څارنوالۍ استازى، چې له دې سره يې ملګرتيا کوله، ټپيان دي.

دوى يو غلا شوى موټر په ملاخېل کلي کې خپل څښتن ته سپارلى، چې د راستنېدو پر مهال له دې پېښې سره مخ شول.

ځايي چارواکي وايي، چې د چاودنې د دواړو پېښو عاملين نه دي مشخص شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.