ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د هلال په ملاتړ غونډه وشوه

کاپيسا کې د هلال په ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
31 Mar 2014 - 15:33
کاپيسا کې د هلال په ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
31 Mar 2014 - 15:33

محمودراقي (پژواک، ١١ ورى ٩٣): په کاپيسا کې شاوخوا درې زره کسانو په يوه غونډه کې د ولسمشرۍ له کانديد قطب الدين هلال څخه ملاتړ وکړ.

د کاپيسا ولايتي شورا ته کانديد حاجي محمداصف په دې غونډه کې وويل، چې د کاپيسا خلک د اسلامي نظام غوښتونکي دي او ځکه له هلال څخه ملاتړ کوي ، چې که هغه د اسلامي نظام د جوړولو هوډ لري او که بريالى شو په حکومت کې مجاهدينو ته ډېره برخه ورکوي.

د غونډې يو بل ويناوال قاضي نجيب الله له هلال څخه وغوښتل، چې که ولسمشر شو د کاپيسا د خلکو د ژوند ښه والي ته دې پاملرنه وکړي، ځکه چې د دغه ولايت خلکو د روسي يرغلګرو پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد په وختونو کې ډېرې سختۍ ګاللي او د شته ستونزو لرې کول يې پاملرنې ته اړتيا لري.

د ولسمشرۍ نوماند قطب الدين هلال وويل، چې د کاپيسا، پروان او پنجشېر اوسېدونکو د افغانستان د خلکو په جهاد کې پوره ونډه لرله او زيانونه يې ګاللي دي.

دى وايي، چې که ولسمشر شو،د دغه ولايتونو د خلکو د ستونزو لرې کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

هلال، له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون د لاسليک په اړه وويل، چې هېڅ ولسمشر د ملت له ارادې پرته له بهرني ملک سره تړون نه شي لاسليک کولاى.

هغه زياته کړه، چې که ولسمشر شو، نو د ملت له ارادې سره سم اقدامات به کوي.

 د وري په درېيمه د پروان په بګرام ولسوالۍ کې هم د يوې غونډې په ترڅ کې له قطب الدين هلال څخه ملاتړ وشو.

د ولسمشرۍ لپاره ١١ تنو ځانونه کانديد کړي وو، خو له دې ډلې ستر جنرال عبدالرحيم وردک له کانديدۍ منصرف شو او دوه کانديدان عبدالقيوم کرزى او محمدنادر نعيم د زلمي رسول په ګټه له کانديدۍ تېر شوي دي.

د کانديدانو ټاکنيزې سيالۍ، چې د سلواغې په ١٣مه پيل شوې او د وري په ١٣مه پاى ته رسيږي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې روانې دي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې راتلونکې شنبې (د وري په ١٦مه) ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.