ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو امنيت لپاره لسګونه زره نوي ځواکونه ګومارل شوي

د ټاکنو امنيت لپاره لسګونه زره نوي ځواکونه ګومارل شوي

author avatar
1 Apr 2014 - 16:44
د ټاکنو امنيت لپاره لسګونه زره نوي ځواکونه ګومارل شوي
author avatar
1 Apr 2014 - 16:44

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ملي اردو د ځمکني ځواک قوماندان وايي، چې د راتلونکو ټاکنو د امنيت لپاره يې شاوخوا ٩٥ زره نوي سرتېري پر ګومارلي او خلک اوس له وېرې او اندېښنې پرته په ټاکنو کې ګډون کولى شي.

د ملي اردو د ځمکني ځواک قوماندان ډګر جنرال مرادعلي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغو سرتېرو له ډلې تر ٦٥ زره ډېر د ملي اردو سرتېري او پاتې نور پوليس دي.

د ملي اردو او پوليسو ټولټال شمېر له ٣٥٠ زره سرتېرو اوړي، چې نوي ځواکونه به د دوى تر څنګ د ټاکنو د امنيت په خوندي کولو کې کار وکړي.

د ملي اردو د ځمکني ځواک قوماندان وايي، چې امنيتي ځواکونه په ټول هېواد کې په پوره همغږۍ او واحدې مفکورې، د ټاکنو د امنيت ساتلو لپاره کار کوي او د وسله والو مخالفينو د بريدونو پر وړاندې بشپړ چمتووالى لري.

مراد زياته کړه: “موږ نه يوازې د ټاکنو تر ورځې، بلکې د ټاکنو د پايلو تر معلومېدو به په لاس کې له شته امکاناتو په ګټه اخيستو کار وکړو او له هېڅ ډول قربانۍ به دريغ ونه کړو.”

هغه زياته کړه، چې خلک دې له ډار پرته په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته دې رايه ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي هم په دې خبري ناسته کې وويل، چې د ملي دفاع وزير په دې وروستيو کې په پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر او ميدان وردګو ولايتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له چارواکو او د ملي اردو له ځواکونو سره ليدنه کړې او د اوضاع په مثبت ډول څېړلو سره يې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې له اندېښنې پرته د رايې ورکونې مرکزونو ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه: “اردو، پوليس او د ملي امنيت ځواکونه له يو بل سره ښه همغږي لري او له دې سره سره چې وسله وال مخالفين د چاودنو او ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره د ټاکنو د امنيت د ګډوډولو هڅه کوي، خو دغه هڅې به د خلکو پر روحيې کوم تاثير ونه کړي، ټاکنو ته د خلکو لېوالتيا ورځ تر بلې ډېريږي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د امنيت ساتلو کمېسيون په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د ټاکنو په ورځ به د رايې ورکونې ٩٠ سلنه مرکزونه پرانيستي وي او خلک دې په پوره ډاډ په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د دغه کمېسيون په وينا، په ټول هېواد کې د رايې ورکونې لپاره د رايې ورکونې ٧١٧١ مرکزونه ځانګړي شوي، چې د ټاکنو په ورځ به يې له دې ډلې ٦٤٢٣ مرکزونه پرانيستي او پاتې ٧٤٨ مرکزونه به يې تړلي وي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.