ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمى رسول او ګل اغا شېرزى نغدى جريمه شول

زلمى رسول او ګل اغا شېرزى نغدى جريمه شول

author avatar
1 Apr 2014 - 15:11
زلمى رسول او ګل اغا شېرزى نغدى جريمه شول
author avatar
1 Apr 2014 - 15:11

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په يوه ډاګيزه غونډه کې د ولسمشرۍ دوه کانديدان زلمى رسول او ګل اغا شېرزى په ټاکنيزو مبارزو کې د سرغړونو له امله پر نغذي جريمه محکوم کړل او د دې ترڅنګ يې د پکتيا د والي او کندهار د امنيه قوماندان د لرې کولو غوښتنه وکړه.

دغه کمېسيون نن د ولسمشرۍ کانديدانو پر وړاندې ١٠ شکايتونه په يوه ډاګيزه غونډه کې وڅېړل.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس عبدالستار سعادت وويل، چې درى مورده د دولتي امکاناتو د کارونې او د زلمي رسول لپاره د دولتي چارواکو د کمپاين په برخه کې درج شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دوه شکايتونه د اشرف غني د ټاکنيز دفتر له لوري ثبت شوي، چې له مخې يې د پکتيا والي جمع خان همدرد او د هغه وياند د زلمي رسول لپاره په کمپاين کې ښکېل بلل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې داسې عکسونه هم له دغو شکايتونو سره ضميمه وو، چې په کې د ياد والي له خوا زلمي رسول ته هرکلى ويل شوى او ملاتړ يې کړى او د هغه په کمپاين يې ګډون څرګندوي.

همدارنګه د کمېسيون په واک کې يو ويډيويي کلپ څرګندوي، چې د پکتيا د والي وياند هم د زلمي رسول په ګټه کمپاين کوي.

په شکايت کې ادعا شوې، چې ښوونځي هم په زور رخصت شوي، څو د زلمي رسول په کمپاين غونډو کې ګډون وکړي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس وويل، د کندهار خلکو هم شکايت کړى، چې د امنيه قوماندان له خوا په زور او ګواښ سره د دغه ولايت لوبغالي او د زلمي رسول کمپاين غونډې ته بيول شوي او کله يې چې غوښتل له لوبغالي بېرته ووځي، د پوليسو له ممانعت، سپکاوي او ډبولو سره مخ شوي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د رايو په اکثريت او د ټاکنو قانون د ٦٨ او ٦٩ مادې پر بنسټ زلمى رسول  د دولتي امکاناتو د کارونې، په خپلو کمپايني غونډو کې د دولتي چارواکو د حضور او ورته په زور د خلکو د راوستلو له امله دوه سوه زره افغانۍ جريمه شو.

د کمېسيون رييس وويل، چې د کندهار امنيه قوماندان، د پکتيا والي او د هغه د وياند قضيې د قانون له حکم سره سم د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ارجاع شوې، کمېسيون دې يې حکومت ته راجع کړي، څو هغوى له خپلو دندو لرې کړل شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولسمشرۍ بل کانديد محمدشفيق ګل اغا شېرزى له قانون سره سم په خپلو خبرو کې زلمي رسول ته د کنځلو له امله پر سل زره افغانۍ نغذي جريمه محکوم کړ.

خو دا پرېکړه د ولسمشرۍ د دغو دواړو کانديدانو د استازو له لوري ونه منل شوه او د زلمي رسول استازى د غونډې کډوډلو له امله له غونډې و ايستل شو او د شېرزي استازي په دې ادعا سره غونډه پرېښوده، چې کمېسيون د حکومت په ګټه کار کوي.

د شکايتونو کمېسيون وايي، چې د کابل ښاروالۍ له لوري ورته د ولسمشرۍ له دريو کانديدانو (ډاکتر عبدالله، قطب الدين هلال او عبدرب الرسول سياف) څخه په ځانګړي ډول د پوسټرونو د لګولو او محصول د نه ورکړې له امله درج شوي وو، چې د قضيې د مبهم والي له امله پاتې ناستو ته محول شول.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون همدارنګه دغه کمېسيون ته په خپل وخت سره د ولسمشرۍ د کانديدانو داوود سلطانزوى او ګل اغا شېرزي د مالي راپور نه ورکولو له امله هم بحث وکړ، خو وروستۍ پرېکړه راتلونکي ته پاتې شوه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.