ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې پنځه کسه ووژل

په فارياب کې پنځه کسه ووژل

author avatar
1 Apr 2014 - 11:53
په فارياب کې پنځه کسه ووژل
author avatar
1 Apr 2014 - 11:53

ميمنه (پژواک ١٢ ورى ٩٣): په فارياب ولايت کې د يوې امنيتي پوستې د قوماندان په ګډون پنځه تنه په وسله وال بريد او چاودنه کې ووژل شول او درى نور ټپيان دي.

 د ګرزيوان ولسوال عبدالرازق کاکړ وايي، چې تېر ماښام وسله والو مخالفينو په غولديان سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او د غلام پهلوان په نوم د دې پوستې يو قوماندان يې له يوه ساتونکي سره ووژل.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله وال مخالفين سيمې ته د نورو امنيتي ځواکونو په ورتګ وتښتېدل.

د قيصار ولسوالۍ په چيچک توى سيمه کې د ماين چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د قيصار د ولسي شورا رييس احمدفرهاد وويل، چې وژل شوى د ده اوښى او دوه ټپيان يې زامن دي.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي، چې د سړک غاړې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا د امنيت ګډوډولو په موخه اېښودل شوى و.

بلخوا د تېرې ورځې د مرګ ژوبلې شمېره، چې قيصار ولسوالۍ په تيمر کپرک ساحه کې د يوه ولسي کاروان پر وړاندې ترسره شو، څلورو کسانو ته رسېدلى دى.

تر دې وړاندې د دوو تنو د وژل کېدو او اتو ملګي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى و، خو اوس د قيصار ولسوال وايي، چې په دې چاودنه کې يو سړى او يوه ښځه هم وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وينا، دا کسان ميمنې ته د ډاکتر اشرفي غني احمدزي په کمپاين کې د ګډون لپاره تلل، چې د وسله والو مخالفينو له خوا پرې بريد وشو.

خو د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وسله والو مخالفينو د دغه بريد د غندلو ترڅنګ ويلي، چې دغو کسانو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو له هېڅ ټاکنيز ټېم سره تړاو نه درلود او عادي وګړي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.