ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ايډز ١١ مثبتې پېښې ثبت شوې

author avatar
1 Apr 2014 - 17:37
author avatar
1 Apr 2014 - 17:37

 کندهار ښار ( پژواک، ١٢ ورى ٩٣ ) : د کندهار د عامې روغتيا رييس وايي چې په تېر يوه کال کې په دې ولايت کې د ايډز ١١ مثبتې قضيې ثبت شوې دي.

 دعامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا  دغه څرګندونې د وري ١٢مه، د ولايت د رسنيو په مرکز کې ديوې خبري غونډې  پر مهال وکړې.

هغه په دې  غونډه کې د تېر کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې دعامې روغتيا رياست د فعاليتونو په اړه رڼا واچوله.

نوموړي زياته کړه، په تېر يوه کال کې يې د وړم کال په پرتله ډېرې لاسته راوړنې درلودې او زياته يې کړه چې يو شمېر پروژې اوس هم تر کار لاندې دي.

د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، د تېر کال په اوږدو کي د کندهار په کچه ١٣٩٧٥٩٦ تنه ناروغان تداوي شوي دي.

 نوموړي وويل چې د نورو ناروغيو ترڅنګ د تېر يوه کال په اوږدو کې په دې ولايت کې ١٨٢٣٨ کسان  د ايچ ای وي ايډز وايروس لپاره کتل شوي چي د دوو ښځو په ګډون يوولس قضيې مثبت وو.

د هغه په وينا،  په روغتيايي مراکزو کې ٥٧٦٥ کسان د ملاريا ناروغۍ لپاره کتل شوي، چې له دې جملې څخه شپږ پېښې د ملاريا اعصابي ناروغۍ وې او ٨٥ تنه يې د ملاريا د سليم شکل تثبيت شوې.

ډاکټر پخلا وايي چې دا د نورو کلونو په پرتله په کندهار کې د ملاريا ناروغۍ کمښت په ګوته کوي.

ده زياته کړه، چې د پوليو ناروغۍ په اړه ١٦ او د شرې ناروغۍ په اړه يو کمپاين ترسره شوى چې په ترڅ کې يې د کندهار ولايت مقام، اطلاعات او فرهنګ، پوهني رياستونو او داسې نورو ارګانونو په مستقيمه همکاري وتوانېدو چې په کندهار کې د پوليو هيڅ مثبت پېښه ونه لري.

 د عامې روغتيا رييس وويل چې  ٦٤ شخصي خپلسري درملتونونه په کندهار ښار کې تړل شوي او ٢٨ درملتونونو ته اخطار ورکول شوي دي.

د هغه په وينا، همداراز په لومړۍ ربعه کي ٣٢، په دوهمه ربعه کي ٤٢ او په دريمه ربعه کي ٤٠ ټنه تر وخت تېر درمل سوځول سوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.