ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانديدانو په ملاتړ غونډې وشوې

د کانديدانو په ملاتړ غونډې وشوې

author avatar
2 Apr 2014 - 17:57
د کانديدانو په ملاتړ غونډې وشوې
author avatar
2 Apr 2014 - 17:57

ښرنه-کونړ-غزني (پژواک ١٣ ورى ٩٣): په بېلابېلو ولايتونو کې د اشرف غني، عبدالله عبدالله، زلمي رسول او هدايت امين ارسلا په ملاتړ غونډې وشوې.

دکمپايني مبارزو له پيل راهيسې په لومړي ځل او د کمپاني مبارزو په وروستۍ ورځ د هدايت امين ارسلا دويمه مرستياله صفيه صديقي کونړ ته د ټاکنيزو منډوترړو لپاره تللې وه.

 صفيې صديقې په جوړه شوې غونډه کې له خپلو پلويانو وغوښتل، چې خپلې رايې هدايت امين ارسلا ته ورکړي.

نوموړې وويل: ((زه خپل کور ته راغلې يم او د خپلو وروڼو نه د زړوکي په بدل کې ستاسې رايه غواړم او خپلې رايې به حتماً راکوئ.))

په يوه بله غونډه کې چې سلګونه خلک د کونړ ولايت د بېلابېلو ولسواليو په کې راټول شوي وو، ولسمشرۍ ته له نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله خپل ملاتړاعلان کړ.

په کونړ کې د دې ډلې د کمپاين غړي حاجي مياحسن ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر عبدالله د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې خپلې رايې عبدالله ته ورکړي.

نوموړي وويل، چې عبدالله يو مجاهد شخص دى او په کار ده چې رايه ورکړل شي.

په ورته مهال د پکتيکا ولايت و شمېر قومي استازو په ښرنه کې د وري په ١٣مه د يوې غونډې په ترڅ کې له ډاکټر اشرف غني ملاتړ اعلان کړ.

په غونډه کې د ولسي جرګې پخواني غړي او د خروټو قوم مشر خالد فاروقي وويل، دى او د ده قوم ټول د اشرف غني ملاتړ کوي او رايه به ورکوي.

هغه اشرف غني د ولسمشرۍ څوکۍ ته وړ شخص وباله او ويې ويل، چې هغه د هېوادوالو لپاره ښه کړنلاره لري.

د وزيرو قوم استازي نواب خان وزيري وويل، که چېرې اشرف غني بريالى شي، په هېواد کې روانو ناخوالو ته به تر ډېره د پاى ټکى کېښودل شي.

نوموړي اشرف غني احمدزى د ښه فکر خاوند او تجربه لرونکى شخص وباله

بلخوا په غزني کې هم سلګونو کسانو نن د يوې غونډې په ترڅ کې ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغو کسانو ډاکټر اشرف غني احمدزى ولسمشرۍ ته يو وړکس وباله او د هغه کړنې يې وستايلې.

د اشرف غنې احمدزي د ټاکنيز کمپاين غړي ذوالفقار ستانکزي وويل، اشرف غني کولى شي، چې په هېواد کې سوله او ثبات راولي.

له دې سره هم مهاله د کونړ په مرکز اسعداباد کې سلګونه خلکو ولسمشرۍ ته د کانديد ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ غونډه وکړه.

په کونړ کې د زلمي رسول د کمپايني ډلې يوه غـړي ايــوب زرين د زلمي رسول د تګلارې په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او نوموړى يې يو مناسب شخص په ګوته کړ.

د غونډې بل ګډونوال حاجي صالح محمد بيـــا لـه خلکو وغوښتل، چې خپلې رايې د ډاکټر زلمي رسول په ګټه وکاروي.

همداراز نن په غزني کې د سلګونو کسانو له لوري د بل کانديد زلمي رسول ملاتړ وشو.

دغه غونډه چې په غزني ولايت کې د افغانستان د ځوانانو د ملي پيوستون ګوند له لوري جوړه شوې وه، په کې په سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.

د غونډې ګډونوالو وويل، ځکه زلمي رسول ته رايه ورکوي، چې وړ نوماند دى.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.