ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت مخې ته ځانمرګي بريد کې ٦ پوليس وژل شوي

author avatar
2 Apr 2014 - 15:14
author avatar
2 Apr 2014 - 15:14

دويم تعقيب ، کابل ( پژواک، ١٣ ورى ٩٣ ) د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې په ځانمرګي بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور  ټپيان دي. 

ددې وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا بريد نن د وري په ١٣مه، تر غرمې وروسته په دوو بجو او ٥٠ دقيقو شوى دى.

سرچينې زياته کړې، ځانمرګى بريدګر، چې د پوليسو يونيفورم يې اغوستى و، پلى و او غوښتل يې چې کورنيو چارو  وزارت ته د مراجعينو په منځ کې ننوځي، خو د امنيتي ځواکونو له خوا پېژندل شوى و.

صديقي وايي، بريدګر ځان ته چاودنه ورکړې ، چې په پايله کې يې شپږ  پوليس وژل شوي دي.

ددې وزارت يوې بلې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل ، چې ځانمرګى  له لومړۍ امنيتي پوستې تېر شوى و او غوښتل يې چې د کورنيو چارو وزارت ته ننوځي، خو د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

 سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې ٦ پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي. 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.