ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې به هېڅ ټاکنيز مرکز نه وي تړلى

خوست کې به هېڅ ټاکنيز مرکز نه وي تړلى

author avatar
3 Apr 2014 - 15:59
خوست کې به هېڅ ټاکنيز مرکز نه وي تړلى
author avatar
3 Apr 2014 - 15:59

خوست (پژواک ١٤ورى ٩٣): د خوست د والي وياند وايي، چې په دغه ولايت کې به د رايې اچونې هېڅ مرکز نه وي تړلى او نه هم له امنيتي ګواښ سره مخ دي.

مبارزمحمد ځدراڼ د وري په ١٤مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې په خوست کې ۱۸۶ د رايې اچونې مرکزونه حساب شوي او د ټاکنو په ورځ خلک کولای شي چې پرته له کومې وېرې خپله رايه وکاروي.

نوموړي وويل، له ياد شمېر څخه ۲۰ مرکزونه له ځينو امنيتي ګواښونو سره مخ وو خو د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې يې اوس امنيت تامين شوی دی.

ځدراڼ زياته کړه، چې ټولو امنيتي ارګانونو پر يوه ګډ امنيتي پلان کار کړی، چې له مخې به يې په ولسواليو او مرکز کې د ټولو مرکزونو امنيت خوندي وساتي.

نوموړي دغه راز وويل، چې په ښار او ولسواليو کې امنيتي ځواکونه لګيا دي، تلاشۍ او پلټونکي عمليات کوي، چې د حکومت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.

مبارز ځدراڼ زياته کړه، چې د همدغو عملياتو په پايله کې په تېرو څو ورځو کې ګڼ شمېر کسان، چې غوښتل يې ټاکنې ګډوډې کړي، له وسلو او مهماتو سره يو ځای نيول شوي دي.

همدارنګه د خوست د امنيې قوماندان سمونمل فيض الله غيرت پژواک ته وويل، چې د ټاکنو د ښې ترسره کېدو لپاره به د ټاکنو په ورځ له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

نوموړي زياتوي، چې اوس پوليس پياوړي شوي او کولای شي چې د رايې اچونې مرکزونو امنيت خوندي کړي او له امنيتي ګواښ څخه يې وژغوري.

بلخوا د خوست د ټاکنو د ولايتي دفتر د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې يې د رايې اچونې ډېرى مرکزونو ته د ټاکنو توکي لېږدولي دي.

هغه د خوست له ټولو امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې لرې پرتو سيمو ته يې د ټاکنيزو توکو په انتقال کې ورسره زياته مرسته کړې ده.

هغه وويل، چې د کره معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې تر پرونه پورې نږدې نوي زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره کارتونه اخيستې دي، چې په دغه شمېر کې ۲۶ سلنه ښځې جوړوي.

ټاکل شوې، چې د هېواد د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ، په ټول هېواد کې ترسره شي.

د يادونې ده، په خوست کې ۶۲ کسانو ولايتي شورا ته ځانونه کانديد کړي، چې له دې ډلې به ١٧تنه د خوست ولايتي شورا ته لاره پيدا کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.