ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه د ولايتي شورا کانديدانو د درغليو په کېدو اندېښنه وښوده

د فراه د ولايتي شورا کانديدانو د درغليو په کېدو اندېښنه وښوده

author avatar
3 Apr 2014 - 18:01
د فراه د ولايتي شورا کانديدانو د درغليو په کېدو اندېښنه وښوده
author avatar
3 Apr 2014 - 18:01

فراه (پژواک ١٤ ورى ٩٢): د فراه د ولايتي شورا يو شمېر نوماندان سر ټکوي، چې څارونکي يې د ناامنۍ له امله پرچمن ولسوالۍ ته نه دي تللي او کېداى شي هلته په ټاکنو کې درغلۍ وشي.

نوماندان وايي، چې د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې نشته، خو لار يې ناامنه ده او امنيتي ځواکونو دې ولسوالۍ ته د هغوى د څارونکو په لېږلو کې مرسته نه ده کړې.

د فراه ولايتي شورا ته نوماند دادالله قانع دعوه کوي چې د پرچمن خلک د دې ولسوالۍ د ولسوال محمد داوود مبارز تر تاثير لاندې دي او ولسوال فشار پرې راوړي تر څو د هغه د خوښې نوماندانو ته رايه ورکړي.

قانع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا نوماندانو له امنيه قوماندانۍ سره اړيکه نيولې وه تر څو يادې ولسوالۍ ته د څارونکو په استولو کې مرسته وکړي، خو دا کار يې ونه کړ.

دى وايي چې په پرچمن کې د نوماندانو د څارونکو د نه شتون په صورت کې د تېر په څېر په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ امکان شته.

د ١٣٨٩ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې په دې ولسوالۍ کې د رايې ورکولو د ٣٣ مرکزونو رايې د درغليو له امله باطلې اعلان شوې وې.

د ولايتي شورا نومانده جميله اميني هم ورته څرګندونې کوي او ادعا لري چې په دې ولسوالۍ کې رايې په پيسو اخيستل شوې دي.

د هغې په وينا، دا په داسې حال کې ده چې د پرچمن رايې برخليک ټاکونکې دي، ځکه چې هلته ٤٥ زره تنه د رايې کارتونه لري.

د ولايتي شورا بل نوماند محمدانور سادات هم وايي، چې د ده په ګډون د فراه د ولايتي شورا له ٣٠ نوماندانو څخه ٢٥ يې ورته شکايت لري.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وويل چې پنځه نوماندان ځکه شکايت نه کوي، چې د ځان په ګټه يې له ولسوال سره جوړجاړى کړى دى.

د پرچمن له ولسوال سره مو ځکه اړيکه ټينګه نه شوه کړاى، ځکه چې هلته ټيلېفونونه کار نه کوي.

 د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمدرزاق يعقوبي وايي، چې د فراه نورو ټولو ولسواليو ته څارونکي لېږل شوي، خو نوماندانو له امنيه قوماندانۍ څخه پرچمن ته د څارونکو د لېږلو په اړه مرسته نه ده غوښتې.

خو هغه زياتوي، چې که غوښتنه يې کړې هم واى، له امنيه قوماندانۍ سره د څارونکو د لېږد امکانات نه شته، ځکه چې لاره ناامنه ده او د هوا له لارې يې د استولو لپاره الوتکه نه لري.

خو ده وويل، چې په پرچمن کې امنيتي ستونزې نشته او د ټاکنو اړين توکي يې هم د هوا له لارې استول شوي او ټاکنې به رڼې ترسره شي.

په فراه کې د ټاکنو کمېسيون د دفتر مشر ميرويس عزيزي وايي، چې ولسواليو ته د نوماندانو د څارونکو لېږل د نوماندانو او امنيتي ارګانونو کار دى او دغه موضوع د ټاکنو پر کمېسيون پورې اړه نه لري.

ده وويل، چې پرچمن ته د نورو بنسټونو د څارونکو د تګ په اړه هم معلومات نه لري او که تللي هم وي له دوى سره يې په اړه همغږي نه ده شوې.

هغه وويل، چې په پرچمن کې د رايې ورکولو ٣٥ مرکزونه او ٧٧ محلونه فعال دي او هلته د ټاکنو د کمېسيون اړوند ټولې تيارۍ نيول شوې دي.

پرچمن د فراه غرنۍ ولسوالۍ ده چې د فراه له مرکز سره په يوه لاره ٣٦٠ او په بله لاره ٢٢٥ کيلومتره واټن لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.