کابل(پژواک، ١٥ ورى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي،چې د ولسمشرۍ دوو کانديدانو ډاکټرعبدالله او زلمي رسول د سکوت په دوره کې هم کمپاين کړى دى .
د ولسمشرۍ د يوولسو کانديدانو تر منځ ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣ مه پيل او د دوو مياشتو په تېرېدو سره د وري په ١٣مه پاى ته ورسېدلې.
د ټاکنو قانون د ٤٨مادې له مخې، دغه موده د ټاکنو د ورځى له پيل څخه ٤٨ ساعته دمخه پاى ته رسيږي او دغه دوره د سکوت په نامه ياديږي.
خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سادات نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ،چې د ولسمشرۍ دوو کانديدانو ډاکټر زلمي رسول او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين د مودې له پوره کېدو وروسته هم کمپاين کړى دى .
هغه وايي ،چې تېره ورځ له درېيو مخابراتي کمپنيو (افغان بسيم ، اتصالات او روشن) څخه شاوخوا يو ميليون هېوادوالو ته ليکلي پيغامونه استول شوي،چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ کانديد عبدالله عبدالله ته رايه ورکړي.
په دې پيغام کې راغلي: ((ګرانو هېوادولو! په هېواد کې د سولې راوستو او هوساينې په موخه ماته رايه راکړئ. ډاکټر عبدالله .))
سادات وايي،چې د نورو جزئياتو د ترلاسه کولو په موخه يي د مخابراتي شکايتونو د ثبت ادارې (اترا) ته په دې اړه مکتوب استولى، خو د نن او پرون ورځو د رخصتيو له امله يې تر اوسه ځواب نه دى ترلاسه کړى .
په ياده غونډه کې د عبدالله عبدالله استازي زړګي سجاد وويل،چې د عبدالله ټاکنيز دفتر له هيڅ يوې مخابراتي کمپنې سره د ليکلي پيغامونو د استولو تړون نه دى لاس ليک کړى .
هغه زياته کړه : ((موږ په دې اړه هيڅ خبر نه يو او دا کار کېداى شي د ډاکټر صاحب پلويانو کړى وي .))
خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس وايي،چې د هيڅ يوه کانديد پلويان په يوه وخت کې له درېيو مخابراتي کمپنيو سره تړون نه لاسليک کوي،چې خلکو ته دې ليکلي پيغامونه واستوي.
سادات دا هم وويل،چې تېره ورځ د خبريال په نوم ويب پاڼې د ولسمشرۍ د بل کانديد زلمي رسول په ګټه کمپاين کړى دى .
هغه وويل،چې دغه قضيه به د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رسنيو کمېسيون ته راجع کړي.
خو په ياده غونډه کې د زلمي رسول استازي نصيرالدين بابکرخېل وويل،چې د زلمي رسول دفتر له کومې انټرنيټي پاڼې سره د کمپاين کولو تړون نه دى لاسليک کړى .
هغه وويل : ((دا کار کېداى شي بل چا موږ ته د مشکل جوړلو لپاره کړى وي.))
خو د ټاکنيز شکايتونو کمېسيون مشروويل،چې يادې دواړه قضيي به جدي وڅېړي او پر وړاندې به يې قانوني چلند وکړي.
ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ ( د وري ١٦ مه) تر سره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن