ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: ټاکنيز کمېسيونونه دې درغليو ته قانوني رسېدنه وکړي

اشرف غني: ټاکنيز کمېسيونونه دې درغليو ته قانوني رسېدنه وکړي

author avatar
5 Apr 2014 - 21:40
اشرف غني: ټاکنيز کمېسيونونه دې درغليو ته قانوني رسېدنه وکړي
author avatar
5 Apr 2014 - 21:40

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، چې د افغانستان خلکو په سختو شرايطو کې رايه ورکړه ، خو سره له دې هم په ځينو سيمو کې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې نن ترسره شوې.

د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته نن د شپې شاوخوا اته بجې ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د افغانستان د ښمنان ناهيلي کړل او دغه پروسه بريالۍ وه.

هغه زياته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونو په ښه توګه وکولاى شول، چې د ټاکنو امنيت ونيسي او په دغه کار سره د خلکو باور هم پر امنيتي ځواکونو ډېر شو.

احمدزى وايي، په ځينو سيمو کې د ټاکنو په پروسه کې درغلۍ شوې خو د شکايتونو کمېسيون بايد درغليو ته له قانون سره سمه رسېدنه وکړي او د هغو صندقونو رايې باطلې اعلان کړي، چې په درغليو ډک شوي دي.

ده په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل خو ويې ويل ، چې په ټاکنو کې د درغليو په اړه شواهد لري او د شکايتونو کمېسيون ته به يې وړاندې کړي.

هغه زياته کړه: ((د تحول او تداوم ټېم نه تقلب کړى او نه د تقلب پلوي کوي.))

دى وايي، چې په يو شمېر سيمو کې خلکو ته راى پاڼې هم ونه رسېدې، ترڅو وکولاى شي له خپل مدني حق نه استفاده وکړي او خپله رايه وکاروي.

هغه د ټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل چې په ٢٤ساعتونو کې د رايو د ورکولو هر محل ته د ورکړل شوو او استعمال شوو راى پاڼو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

ده وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد بې پرې عمل وکړي او د ناظرينو له لاسليک پرته د هېڅ صندق رايې ونه شمېري.

خو دى وايي، چې د ټاکنو ابتدايي پايلې هيله من کوونکې دي.

هغه زياته کړه: ((ابتدايي پايلې ښيي، چې د تحول او تداوم ټېم ٩٠ سلنه ګټونکى دى.))

احمدزي د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، چې له زماني جدول سره سم د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې د غويي په ٤مه او وروستۍ پايلې يې د غويي په ٢٤ مه اعلان شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.