ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دده يحيى يوشميرخلک :  له رايو پاتې کيږو

دده يحيى يوشميرخلک : له رايو پاتې کيږو

author avatar
5 Apr 2014 - 10:04
دده يحيى يوشميرخلک :  له رايو پاتې کيږو
author avatar
5 Apr 2014 - 10:04

کابل ( پژواک ١٦ ورى ٩٢):د کابل د ده سبز ولسوالۍ د ده يحيى اوسېدونکي سرټکوي ، چې د دې سيمې د رايې ورکولو په مرکز کې د اړينو امکاناتو د نه شتون له امله  به د دې سيمې ډېر خلک له رايې ورکولو پاتې شي.

دپژواک خبريال له سيمې نه راپور راکوي ، چې د ده يحيى په لېسه کې دوه د رايو محلونه د نارينه وو او يو هم د ښځو لپاره فعال شوى او دا مهال ( له غرمې مخکې نهه نيمې بجې ) سلګونه تنه نارينه او ښځينه په کې د رايې ورکولو په تمه ولاړ دي .

له دې کسانو څخه د غلام حيدر په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل:  ” دوه ساعته کيږي چې دلته راغلي يو تر اوسه نوبت نه دى رارسېدلى.”  

د هغه په وينا، په ده يحيى کې ٣٠٠٠ کورنۍ ژوند کوي ، خو د رايو ورکولو درې محلونه ورته فعال شوي، چې د ١٨٠٠ کسانو رايې ورکوونکو لپاره د رايو اړين توکي لري

دى وايي، چې له همدې امله  د دې سيمې ډېر خلک له رايې ورکولو پاتې کيږي او بايد چارواکي دې ستونزې ته پام وکړي.

د رايو په ياد مرکز کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله استازي وايي،چې په دې مرکز کې نورې ستونزې نشته ، خو کېداى شي د رايو ورکولو اړين توکي تر ١١ بجو ختم او د دې سيمې ډېر کسان له رايې ورکولو پاتې شي.

د رايې ورکولو د ياد مرکز مشر  محمداشرف  وايي ، چې دغه ستونزه  يې د ټاکنو کمېسيون  له چارواکو سره شريکه کړې، خو تر دې دمه يې ځواب نه دى تر لاسه کړى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.