ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رايې ورکولو له ځينو مرکزونو سره په چاودنو کې مرګ ژوبله نشته

د رايې ورکولو له ځينو مرکزونو سره په چاودنو کې مرګ ژوبله نشته

author avatar
5 Apr 2014 - 11:24
د رايې ورکولو له ځينو مرکزونو سره په چاودنو کې مرګ ژوبله نشته
author avatar
5 Apr 2014 - 11:24

پلخمري-باميان- کابل- چاريکار (پژواک ١٦ ورى ٩٣): په بغلان، باميانو، پروان او کابل ولايتونو کې د رايې ورکولو په مرکزونو او نږدې سيمو کې چاودنې شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د بغلان مرکز پلخمري ښار د حضرت زيد لېسې تر شا په يوه خځلځاى کې يوه ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه وکړه.

په ياده چاودنه کې چا ته زيان نه دى اوښتى، خو د ښځو په ګډون ټول رايه ورکوونکي له ياد مرکزه تللي دي.

د نيازمحمد په نوم يوه رايه ورکوونکي پژواک ته وويل، چې د رايې ورکولو پر مهال چاودنه وشوه او ټول امنيتي چارواکي دغه مرکز ته دننه شول او ويل يې، چې موضوع څېړي او د رايې ورکونې مرکز يې وتاړه.

يوې مېرمنې ملالۍ رسولي هم وويل: “ما خپله ګوته رنګ کړې وه او غوښتل مې ، چې رايه ورکړم چې چاودنه وشوه او موږ ټولو سيمه پرېښوده.”

د مرکز چارواکي وايي، چې دغه مرکز د لنډ مهال لپاره تړل شوى او ډېر ژر به پرانيستل شي.

بله چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې او ٤٥ دقيقې د کابل د قره باغ ولسوالۍ د عبدالوکيل لېسې د رايې ورکونې په مرکز کې رامنځته شوې او ياد مرکز ته راغلې مېرمنې له سيمې تللې دي.

د دغه مرکز مسوول شفيع الله وويل، چې په ياده پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.

هغه زياته کړه، چې دغه مرکز له چاودنې يو ساعت وروسته بېرته پرانيستل شوى او خلک په ډېرې لېوالتيا سره خپله رايه په کې ورکوي.

د قره باغ د ښځو شورا مشرې او څارونکې معروفې کاکړ وويل، چې له چاودنې وروسته شاوخوا لسو مېرمنو سيمه پرېيښې ده.

هغې زياته کړه، هغه لومړۍ مېرمن وه چې خپله رايه يې وکاروله او اوس په دغه مرکز کې له نورو دريو ښځينه څارونکو سره پر دندې لګيا ده.

همدرانګه په باميانو ولايت کې هم د کهمرد ولسوالۍ د دهن اب ميخ زرين ښوونځي ته څېرمه په يوه ټاکنيز مرکز کې يوه بله چاودنه شوې، چې د رايې ورکونې پروسه يې يو ساعت ځنډولې وه.

د کهمرد ولسوال عبدالهادي سيغاني وويل، چې رايه ورکوونکي په لومړيو کې د چاودنې له امله يو څه اندېښمن شول، خو له هغه وروسته چې د مرکز امنيت د پوليسو له لوري ونيول شو، نو خلکو يو ځل بيا په دې پروسه کې په عادي ډول ګډون وکړ.

په ورته مهال د باميانو مجسمو مخې ته هم يوه چاودنه رامنځته شوې، چې د دې پېښې يو عامل په کې ټپي شوى دى.

د باميانو امنيه قوماندان مل پاسوال خدايار قدسي وويل، د دې پېښې په تړاو يو تن نيول شوى او دوه نور له سيمې تښتېدلي دي.

هغه زياته کړه، د دې چاودنې عاملينو غوښتل چې دغه ماين د رايې ورکونې مرکز ته ولېږدوي، چې ورته مهال پرې چاودېدلى دى.

د پروان د جبل سراج ولسوالۍ په ضربيا لېسه کې هم د رايې ورکونې له مرکز سره په نږدې سيمه کې نن له غرمې مخکې شاوخوا اته نيمې بجې يوه چاودنه وشوه.

دغه چاودنه هم د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې، چې کومه مرګ ژوبله نه لري.

په ياده سيمه کې هم د رايې ورکونې لپاره راټول شوي لسګونه کسان له چاودنې وروسته د لنډمهال لپاره تللي وو، خو د رايې ورکونې پروسه وروسته يو ځل بيا عادي بڼه خپله کړه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.