کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د هېواد په کچه د رايې ورکولو له ٤٦٠٠ مرکزونو څخه شاوخوا ٢٠٠ يې نه دي پرانيستل شوي.
د دغه کمېسيون مشر يوسف نورستاني نن له غرمې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، ټاکل شوې وه چې د هېواد په کچه ټولټال ٦٤٢٣ مرکزونه پرانيستي وي، خو ٢١١ مرکزونه يې د امنيتي ګواښونو له امله تړلي پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت کمېسيون تېره اونۍ په خپل وروستي راپور کې ويلي وو، چې په هېواد کې د رايې ورکولو لپاره ټول ٧١٧١ مرکزونه ځانګړي شوي، چې له دې ډلې به د ټاکنو په ورځ ٦٤٢٣ مرکزونه پرانيستي وي، خو پاتې ٨٤٨ مرکزونه به يې تړلي وي.
نا امني، د نفوسو کموالى او د لارو سختوالى د دغو مرکزونو د تړل کېدو لاملونه ګڼل شوي وو.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې نن سهار ٨ بجې په ټول هېواد کې د رايې ورکولو مرکزونه پرانيستل شول، خو ځيني مرکزونه د خرابې هوا، د ټاکنو کارکوونکو د ناوخته را رسېدو او امنيتي تدابيرو له امله يو ساعت وروسته پرانيستل شول، چې له همدې امله د دغو مرکزونه وخت له ٤ څخه تر ٥ بجو پورې وغځول شو.
خو نوموړي زياته کړه، که په ځينو مرکزونو کې له پنځو بجو وروسته هم ګڼه ګوڼه تر سترګو شوه نو رايه ورکوونکي به د رايو مرکزونو ته ور وغواړي او د هغوى تر خلاصېدو پورې به دوام وکړي.
نورستاني وويل: “امنيتي وضعيت او خرابې هوا اندېښمن کړي وو، خو زموږ د توقع خلاف خلکو په ټاکنو کې پراخه ونډه درلوده او د رايې مرکزونو ته ولاړل.”
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر، د رايې ورکولو د پاڼو په اړه وويل، په ځينو مرکزونو کې د رايې ورکونې پاڼې خلاصې شوې وې، خو د کابل په ګډون ټولو مرکزونو ته يې لارښوونه کړې چې يادو مرکزونو ته ژر تر ژره پاڼې ولېږدوي.
هغه څرګنده کړه، چې د رايې ورکولو هر مرکز ته يې ٦٠٠ پاڼې لېږلې، چې په ځينو سيمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه، چې له همدې امله پاڼې هم خلاصې شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن