ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د مرګ ژوبلې ادعا شوې

فراه کې د مرګ ژوبلې ادعا شوې

author avatar
5 Apr 2014 - 17:08
فراه کې د مرګ ژوبلې ادعا شوې
author avatar
5 Apr 2014 - 17:08

فراه (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو او پوليسو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د دې ولسوالۍ د شيوان کلي يو اوسېدونکى دعوه کوي، چې د امنيتي ځواکونو د هاوان پر ډزو درې ملکي وګړي ټپيان شوي، خو چارواکي دا څرګندونې ناسمې بولي.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا وياند محمدحنيف رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې وسله والو طالبانو د ګنج اباد په سيمه کې د عامه نظم د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه وويل، چې نښتې له غرمې مخکې تر شاوخوا ١١ بجو دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې اته وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان دي.

دى وايي، چې په نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.

خو د فراه ملکي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي، چې په ياده نښته کې د وژل شوو دوو پوليسو مړي ياد روغتون ته ور وړل شوي دي.

بلخوا د شيوان کلي اوسېدونکى عبدالرووف وايي، چې نن غرمه مهال د امنيتي ځواکونو د هاوان پر ډزو د شيوان اوسېدونکى حاجي محمد سخت او دوه ماشوان يې برسېرن ټپيان شول.

دى وايي، چې د ماشومانو درملنه په سيمه کې شوې، خو حاجي محمد د درملنې لپاره هرات ته لېږدول شوى دى.

خو رضايي او د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند دواړه وايي، چې په شيوان کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.