ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکنې يو ساعت وغځول شوې

author avatar
5 Apr 2014 - 14:38
author avatar
5 Apr 2014 - 14:38

کابل ( پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو وخت يو ساعت ( له غرمې وروسته تر پنځو بجو ) وغځاوه .

ټاکل شوې وه، چې ټاکنې نن د سهار له ٧ بجو تر څلورو بجو روانې وي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني خبريالانو ته وويل، له دې امله ټاکنې يو ساعت وغځول شوې، چې  سهار د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې  يو څه ناوخته پيل شوې.

ډاکټر اشرف غني احمدزى، ډاکټرعبدالله عبدالله، زلمى رسول ،قطب الدين هلال ، عبدرب الرسول سياف، هدايت امين ارسلا ، محمد شفيق ګل اغا شيرزى او داود سلطانزوى د ولسمشرۍ کانديدان دي او د ولايتي شوراګانو لپاره شاخوا ٢٦٠٠ تنو ځانونه کانديد کړي دي .

په هېواد کې شاوخوا ٢١ ميليونه د رايې ورکولو کارتونه وېشل شوي دي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.